د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سوله او پخلاینه، بیلابیل نظرونه 


په افغانستان کې په دې ورځو کې د روغې جوړې یا پخلاینې او د ټولنې سره د بیرته یو ځای کیدو په باب پراخه خبرې روانې دي. دلته په واشنګټن او کابل کې روغې جوړې او د ټولنې سره بیرته یو ځای کیدل دوه بیلابیل اصطلاحات دي او په دوه مختلفو نظریو ورته کتل کیږي.

د امریکا غږ خبریال ګري تامس پخپل رپوټ کې دا بیانوي چې دغه دوه بیل اصطلاحات د افغانستان په اړه په پالیسیو کې څومره د توپیر سبب کیږي.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د لندن په نړیوال کنفرانس کې طالبانو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وکړې. خو د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي رچارډ هولبروک بیا ویلي دي چې امریکا دا غواړي چې باید د ټیټې کچې طالبان دې د افغانستان د ټولنې سره بیرته یو ځای شي، نه دا چې د هغوي د مشرانو سره دې سیاسي روغه جوړه وشي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې CIA یو پخوانی منصبدار بروس ریډل چې تیر کال یې د جمهور رییس اوباما په حکومت کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو په پالیسۍ باندې د بیا غور کولو د کمیټې مشري هم په غاړه لرله، وایي چې دغه دواړه اصطلاحات سره تړلې او واضح دي او دا د افغانستان او امریکا تر منځ په ښکاره اختلاف باندې ټینګار کوي.

“زه فکر کوم چې یو څه ستونزې شته دي، یو شمیر خلک دا غواړي چې د طالبانو سره باید یوه لویه سیاسي معامله وشي او دا پدې معنی چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر تر منځ باید یو ډول جوړجاړی وشي. او ځیني نور بیا چې زه فکر کوم غوښتنې یې تر ډیره حده ریښتنې مګر ساده دي او غواړي چې د طالبانو سره د یوې لویې سیاسي معاملې لپاره باید هڅه ونشي او باید دیته هم وګورو چې د هغوي تر منځ درز او د نظر اختلاف رامنځته نکړو..“

زیات شمیر دیپلوماتان، خبریالان او عالمان هم روغه جوړه او د ټولنې سره بیرته یو ځای کیدنه د یو بل پر ځای استمعالوي چې دې کار د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی رچارډ هولبروک یو څه په غصه کړیدی.

هولبروک د دغو دواړو اصطلاحاتو تر منځ د توپیر په اړه داسې وایي:

“د ټولنې سره د بیرته یو ځای کیدل داسې یو پروګرام دی چې له مخې به یې هغو کسانو ته چې د طالبانو په لیکو کې دي او جګړه کوي یوه فرصت ورکړل شي چې خپلې وسلې په ځمکه کښیږدي، د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې وشلوي، د تاوتریخوالي او تشدد نه لاس واخلي، او د افغانستان په سیاسي پروسه کې برخه واخلي. او روغه جوړه هغو امکاناتو ته یوه اشاره ده چې له مخې به یې د طالبانو د مشرانو سره خبرې وشي او د افغانستان جګړې ته د تل لپاره د پای ټکی کيښودل شي. زه فکر کوم چې دغه دواړه اصطلاحات د خلکو په ذهنونو کې سره ګډ شویدي.”

دافغانستان او پاکستان د سولې لپاره د امریکا د سولې په نامه د ادارې رییس الکسندر تیر بیا وایي چې د جمهور رییس اوباما حکومت غواړي چې د اقتصادي فرصتونو پر مټ د ټیټې کچې طالب جنګیالي د تحریک نه جلا کړي.

“اصلاً خبر دا ده چې یو زیات شمیر خلک چې شمار یې اویا په سلو کې او یا دیرش په سلو کې کیږي، هغوي دیته آماده دی چې د جګړې نه لاس واخلي که چیرته د هغوي اساسي اړتیاوو او اندیښنو ته پاملرنه وشي. او حتی د افغانستان نه د نړیوالو قواوو د وتلو پر سر د معاملې او یا داسې نورو نه پرته هم چې د طالبانو مشران یې غوښتنه کوي، دا کار به امکان ولري. د هغوي اساسي اړتیاوې او اندیښنې دا دي چې هغوي لومړی غواړي وظیفې ولري، هغوي امنیت غواړي، هغوي فساد او رشوت خوري نه غواړي.”

د ټولنې سره د بیرته یو ځای کیدو پالیسي په انګیرونو باندې ولاړه ده، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی رچارډ هولبروک او د جمهوري رییس اوباما مرستیال جوی بایډن وایي چې شاوخوا 70 په سلو کې طالب جنګیالي د ایډیالوژیکي دلایلو په خاطر نه بلکې د نورو دلایلو په خاطر جګړه کوي. دوي وایي چې دغو کسانو د محلي ناراضایاتونو او اقتصادي ستونزو له امله وسله راپوته کړیده او د طالبانو سره یو ځای شویدي نو ځکه به هغوي دیته غاړه کښیږدي چې د امتیازاتو په بدل کې د جګړې نه لاس واخلي او ویې مني.

د امریکا د پوځ په حربي پوهنتون یا وار کالج کې لیري ګوډسن وایي دې امکان درلود چې د افغانستان د جګړې په لومړیو ورځو کې د ټیټې کچې طالبان د هغوي د مشرانو نه جلا شوي وی. خو هغه وایي دا چې اوس د ځوان نسل طالبان د ځانمرګي بریدونو نه د جګړې د یوه تاکتیک په حیث کار اخلې، دې د شخړې ټول تحرک او قوې ته بدلون ورکړیدی.

“دا په زړه پورې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو مشران حتی اوس هم د ټولنې سره د بیرته یو ځای کیدو په اړه نه بلکې د روغې جوړې یا پخلاینې په اړه اندیښنه لري. زه فکر کوم چې دا د افغاني ټولنې او منطقوي سیاست په اړه د ځینو مشخصو شکونو له وجې نه وي چې ښایي په بشپړه به منطقی او سم هم نه وي. اوس هر څه بدل شویدي او تر کومه ځایه چې زه فکر کوم که یو څه روغه جوړه یا پخلاینه ونشي نو د ټولنې سره د بیرته یو ځای کیدو هڅې به بې معنی وي او امکان به هم ونلري. “

د طالبانو د مشرانو سره د پخلاینې غږ جمهور رییس حامد کرزي له هغې عقیدې له مخې کوي چې وایي یوه ورځ به امریکا او انډیولان یې د افغانستان نه واوځي او طالبان به بیا هم هلته پاتې وي.

د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا CIA پخوانی منصبدار بروس ريډل یو ځل بیا وایي داسې تصور کوي چې جمهور رییس حامد کرزی د طالبانو مشرانو ته د سولې وړاندیز پدې عقیده کوي چې هغوي به یې ځکه ومني چې هغوي داسې فکر کوي چې ګټونکي دي.“

زه فکر کوم کرزی پدې اړه یو څه زیات زیرک دی. زه فکر کوم جمهور رییس کرزی پدې ښه پوهیږي چې په افغانستان کې دا یوه مشهوره خبره ده چې وایي زه هر چا سره خبرو اترو ته تیار یم، او زه فکر کوم چې هغه ملا عمر هم تر ټولو ښه پيژني، او کرزی پدې هم پوهیږي چې ملا عمر دیته زړه نه ښه کوي چې د هغه سره خبرو ته حاضر شي. زه فکر کوم چې جمهور ریسس حامد کرزی په لږ ډاډ او اطمینان سره د پخلاینې وړاندیز کوي چې زما په ګومان د طالبانو مشر ملا محمد عمر او ځیني نور سخت دریزه طالبان به یې ونه مني.

که څه هم امریکا ویلي دي چې د طالبانو د مشرانو سره به د روغې جوړې ملاتړ ونکړي خو ملګرو ملتونو د دېنه ملاتړ ښودلی دی. په کابل کې د ملګرو ملتونو خاص استازی چې د ماموریت موده یې مخ په خلاصیدو ده پدې وروستیو ورځو کې یې د طالبانو د ځینو مشرانو سره کتلي دي. که څه هم پدې اړه جزیات ندي موجود او طالبانو دغه ملاقات رد کړیدی.

د ملګرو ملتونو ادارې همدارنګه د پنځو پخوانو طالبانو نومونو د تور لست نه ایستلې دي. سیاسي کارپوهان وایي چې دغه کار د کابل د حکومت د روغې جوړې هلې ځلې تقویه کوي.

XS
SM
MD
LG