د لاس رسي وړ اتصالات

یونسف د ماشومانو ژغورنې ته مرسته غوښتې


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د یوه اشاریه دوه میلیاردو ډالرو خواست کړی چې په میلیونو هغو ماشومانو او میرمنو ژوند وژغوري چې عاجلو مرستو ته ضرورت لري.

د ماشومانو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان یا ( یونیسف) وايي چې زلزله ځپلی هیتي د هغو ۲۸ ملکونو په جمع کې دی چیري چې ماشومان او ښځې حتی د ژوندي پاته کیدو اساسي ضروریاتو ته لاس رسۍ نلري.

په تیرو کلونو کې د ماشومانو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي و چې هایتي یو داسي ملک بللی دی چې په بحران کې دی. په دغه ملک کې د زلزلې وروسته یونیسف خپلو مرستو ته زور ورکړی او د قربانیانو له جمعې د ماشومانو او ښځو سره یې چې په دغه ناورین کې تر ټولو زیات اغیزمن شوي دي مرستې زیاتي کړي دي.

په داسي حال کې چې د هیتي هیواد د یونیسف دپاره یو مهم لومړيتوب دی، ددغه سازمان معاون هیلدي جانسن د آمریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې په دغه ملک کې ډیرې نورې عاجلې چارې دي چې باید حل کړل شي.

ښاغلي جانسن داسي وویل: مونږ ته په کار ده په هیتي کې خپلې هلې ځلې زیاتې کړو خو مونږ باید په عین حال کې دا هم د پامه و نه غورځوو چې د نړۍ په بیلابیلو ملکونو کې لکه په افریقا، افغانستان، پاکستان، د کانګو جمهوریت، او په سودان او چاد کې ماشومان شته چې باید ورسره مرسته وشي.

دوی هم د نورو ماشومانو په شان د مرستې مستحق دي. مونږ نباید یوه خوا ونیسو. مونږ باید دا وښیو چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مونږ د ماشومانو غم خورو.

XS
SM
MD
LG