د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د افغانستان لپاره نظامي مرستې ودرولې


د جاپان مرستې چې د آمریکا په مشري د تروریزم پر ضد جګړې ته یې تیل ورسول، پای ته ورسېدې.

دوې کښتۍ چې د جاپان د سمندري قواوو مربوط وې او ایتلافي قواوو ته یې تیل رسول پرون د شنبې په ورځ توکیو ته راستنې شوې او په توکیو کې د کښتۍ مامورینو د خپلو کورنیو د غړو سره ولیدل.

دغو کښتیو د هند په سمندر کې خپل اته کلن ماموریت چې د ایتلافي قواوو کښتیو ته یې چې په افغانستان کې نظامي عملیات تر سره کوي، د تیلو رسولو دنده په غاړه درلوده، پای ته ورساوه.

د جاپان صدراعظم ( یوکیو هوتویاما) د دغو دواړو کښتو د مامورینو نه مننه وکړ او د هغوی د کار د ستاینې په ترڅ کې یې د هغوی مسلکیتوب ته اشاره وکړه. ښاغلي هوتویاما تیره میاشت هغه وخت ددغو دواړو کښتیو د راستنیدو امر وکړ، چې د ماموریت نېټه یې پای ته ورسیده.

د هند د سمندر څخه د جاپاني کښتیو راستنیدل په داسي حال کې کېږي چې د آمریکا او جاپان ترمینځ اندېښنې زیاتې شوي دي. ښاغلي اوتایامه ژمنه کړېده چې د جاپان د نورو پخوانیو حکومتونه په پرتله به خپل خارجي سیاست مستقل ساتي چې د آمریکا د متحده ایالاتو تر تاثیر لاندې نه وي.

XS
SM
MD
LG