د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سرحدي پولیس وايي سهوا یې ٧ ملکیان وژلي


د افغانستان د پولیسو یوه صاحب منصب ویلي دي چی پولیسو اشتبا ها اووه تنه ملکي خلک چی دیاغیانو گمان یې پر وکړ وژلي دي.

د سرحدي پولیسو قوماندان عبدالرازق خبر یالانو ته وویل چی دا پېښه د کندهار د ولایت د ښوراوک په ولسوالي کی سوې ده.

دغه خلک د لرگیو په راغونډولو اخته وو چی د سرحدي پولیسو شپږ کسیزي گزمې هغوی ولیدل .

عبدالرازق وویل چی ددغو پولیسو نه چی دا خلک یې وژلي دي، تحقیقات کیږی.

په یوه جلا خبر کې پرون د شنبې په ورځ ناټو ویلي دي چې د پاکستان سرحد ته یې نېږدې یو کس چې طالبانو ته یې مرستې رسولې د څو نورو یاغیانو سره یوځای د ناټو او افغانو قواووې په ګډو عملیاتو کې وژلی دی.

د ناټو په دغه بیانیه کې راغلي چې یاغیان هغه وخت ووژل شول کله چې ګډو قواوو د یادشویو یاغیانو موټر ودروه او هغوي پر دغو قواوو باندې ډزې پیل کړې. په دغو نښتو کې یو یاغي نیول شوی هم دی.

مشترکو قواوو د یاغیانو په موټر کې د ښپږ ټنو نه زیات مخدره مواد پیدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG