د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د ناټو غونډې په افغانستان کې د نویو عملیاتو پریکړه وکړه


د ترکې د استانبول په ښار کې د ناټو د غړو هیوادونو وزیران او قوماندان سره د یوې دوه ورځنۍ غونډې لپاره راټول شوي ؤ او د افغانستان په جنوب کې یې د سترو عملیاتو د پیل کولو په اړه یو پریکړه کړیده.

غړو هیوادونو وزیران، او قوماندانان د پنجشنبې او جمعې په ورځ د ترکې د استانبول په ښار کې سره راټول شوي ؤ. داسې ښکاریده چې په غونډې کې د نورو مهمو موضوعاتو تر څنګ به د هملند ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې په سترو ګډو عملیاتو باندې بحث کول ؤ.

که څه هم د داشان عملیاتو په اړه معلومات تل سرې ساتل کیږي او د نورو سره نه شریک کیږي خو په غونډې کې راغلو چارواکو په خورا لیوالتیا د دغه ستر عملیات د څرګنوالي په اړه بحثونه وکړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل. دغه عملیات د هملند ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې د امریکا، برتانې او افغاني قواوو لخوا په ګډه تر سره کیږي، دا د یو د پاسه دوه زرم میلادي کال نه وروسته چې د امریکا په مشرۍ په افغانستان باندې یرغل وشو، تر ټولو ستر ګډ عملیات ګڼل شویدي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو رزموسن چې د غونډې نه وروسته یې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به تاسو په عملیاتو کې زمونږ د وړتیا شاهدان واوسیږۍ. دغه ستر عملیات د افغانستان د امنیتي قواوو په رهبرۍ او د ناټو د قواوو په ملاتړ کیږي.

که څه هم د ناټو عمومي منشي د امنیتي دلایلو په خاطر د دغو عملیاتو په اړه زیات معلومات ورنکړل خو امریکایي چارواکو ویلي دي چې زیات شمیر ایتلافي قواوې د امریکا د سمندري قواوو په مشرۍ دیته چمتوالی نیسي چې د هلمند ولایت د مارجې په ولسوالۍ باندې یو ستر عملیات وکړي. ویل کیږي چې دغه سیمه د طالبانو یو مهم مرچل وي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل ویلي دي چې دغه عملیات به ډیر ژر پیل شي. د مکرسټل نه وپوښتل شول، چې هغه او نورو قوماندانانو یې ولې د دغه عملیاتو په اړه په ښکاره معلومات ورکړل.

او ولې یې د خپلو پلانونو په اړه معلومات ورکړل، هغه ورته په ځواب کې وویل چې د دې هدف دا دی تر څو د مارجې زیات شمیر خلک دیته وهڅوي چې خپلې وسلې په ځمکه کښیږدي او د طالبانو سره خپلې اړیکې وشلوي او د هغوي پر ضد عمل وکړي.

هغه پرون خبریالانو ته وویل که دغو کسانو زمونږ سره جګړه وکړه نو نتیجه به یې پخپله وګوري او که د جګړې نه یې لاس واخیست نو دا به ډیره ښه وي. مونږ به هغوي ته دا موقع ورکړو چې پخپلو سترګو وویني چې هر څه د هغوي په ګټه دي. همدغه وجه وه چې مونږ په ښکاره ډول د خپلو عملیاتو په اړه څرګندونې وکړې.

وروسته تر دې چې جنرال مکرسټل تیر کال په افغانستان کې د ناټو د ټولو قواوو مشري په غاړه واخیسته، هغه د سخت دریزۍ پر ضد پخپله ستراتیژۍ کې د عامو افغانانو ملاتړ ته تر ټولو زیات اهمیت ورکړیدی او ویلي یې دي چې د یاغیانو د وژلو نه دعامو خلکو ملاتړ زیات اهمیت لري.

مکرسټل وایي هر څومره زیات یاغیان چې وژل کیږي په هماغه اندازه زمونږ دښمنان زیاتیږي، تاوتریخوالی هم پراخیږي او د افغانستان جګړه لا پسې اوږدیږي. هغه وایي تر ټولو غوره کامیابي دا ده چې د وژلو او ډزو کولو نه پرته لاسته راشي.

د امریکا د دفاع په وزارت کې د پوځ لوړرتبه چارواکو ویلي دي چې د عملیاتو کامیابي پدې کې ده چې تر عملیاتو وروسته څومره اندازه عام افغانان د خپل حکومت ملاتړ کوي نه دا چې په عملیاتو کې څومره یاغیان وژل کیږي. او د کامیابي یوه بله نښه به دا وي چې څومره عام خلک به د افغانستان په ملي اردو او ملي پولیسو کې د شاملیدو لپاره زړه ښه کاندي.

دغه چارواکي وایي چې د افغانستان د نورو سیمو په پرتله د دغه هیواد د جنوبي سیمو نه خورا لږ خلک د ملي پولیسو او ملي اردو په لیکو کې شامل دي. د ناټو او امریکایي قواوو پدغه عملیات باندې د مشترک نوم ایښی دی. د دغو عملیاتو مشري د افغانستان د ملي امنیتي قواوو په غاړه ده او د امریکا سمندري قواوې، برتانوي ځواکونه او یو شمیر نور بهرنۍ قواوې هم ورسره ملاتړ کوي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس خبریالانو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې تر دې دمه لا دا معلومه نده چې د امریکایي، برتانوي، او افغاني قواوو نه پرته به نور کوم هیوادونه پدغو عملیاتو کې برخه ولري.

په لندن کې د برتانې د پوځ یوه لوړرتبه منصبدار تورن جنرال نک کارټر د ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي دي پدغو عملیاتو کې به ټول ټال 15 زره قواوې ګډون ولري. او دا په افغانستان کې تر ټولو ستر ګډ عملیات ګڼل شویدي. جنرال کارټر ویلي دي چې دا به تر ټولو ستر، شدید او جګړې نه ډک عملیات وي.

XS
SM
MD
LG