د لاس رسي وړ اتصالات

کراچئ کې د جمعې د ورځې د چاودنې د قربانیان جنازه


(عکس: AP) په زرگونو خلک نن د پاکستان د کراچي په ښار کی په داسی حال کی چی کلک امنیتي ترتیبات نیول سوي وو ددې د پاره راغونډ سوي وو چی د هغو ٣١ تنو په جنازو کی برخه واخلي چی د جمعې په ورځ د بمونو په دوو چاودنو کی ووژل سول.

په وژل سوو کسانو کی ځینو یې د حضرت حسین د شهادت د ورځي څلویښتمه لمانځله. شیعه گان دا ورځ هرکال لمانځي.

د کراچي د ښار حالات نن سم نه ښکاریدل او زیاتره دوکانونه او تجارتي مؤسسې تړلي وې.

XS
SM
MD
LG