د لاس رسي وړ اتصالات

هالبروک: امریکا له طالبانو سره په خبرو کې نده شامله


په افغانستان کی د امریکا یو جگ پوړی استاځی وایی چی امریکا د طالبانو سره په مسقیمو خبرو کی نه ده شامله خو د افغانستان د حکومت د هغو هلوځلو ملاتړ کوی چی غواړی یاغیان د جنگ پریښودو ته تشویق کړی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استاځی ریچارد هال بروک هغه وروستی مطبوعاتی رپوټونه رد کړل چی گڼی امریکا په پټه د طالبانو د استاځو سره لیدلی دی.

هال بروک نن د مونیخ په ښار کی وویل چی واشنگټن د افغانستان د حکومت د هغو هلو ځلو ستاینه کوی چی د هغو طالبانو سره روغه جوړه کوی چی غواړی وسلی په ځمکه کیږدی، خو هغه زیاته کړه چی دغه هلی ځلی باید په جگړه کی د پرمختگ سره موازوی وی.

یو بل خبر وایی په افغانستان کی د ناتو قواوو ویلی چی د پولیس یو قوماندان یی د اداری فساد او د سړک د غاړی د بمونو د ایښودلو په پیښو کی د لاس لرلو په تور بندی کړی دی.

یوه محلی حکومتی نطاق تصدیق کړی چی افغان او نړیوالو قواوو د کاپیسا د ایالت د پولیسو د قوماندان مرستیال عطاالله وهاب د جمعی په ورځ د ولایت په مرکز محمود راکی کی په خپل کور کی ونیو.

که څه هم ناتو د هغه هویت څرگند نکړ ، خو په یوه خبر لیک کی یی وویل چی د پولیسو دغه قوماندان په کاپیسا کی د بمونو په ذخیره ، توضیع او ایښودلو کی لتاړ و.

ناتو همدا شان وویل چی هغه په رشوت خوړولو او د سړکونو د جوړولو په چارو کی په اداری فساد کی هم لتاړ و.

د ولایت نطاق وویل چی عطاالله وهاب کوم جرم نه دی مرتکب شوی او یو ډیر ښه پولیس دی.

د کورنیو چارود وزارت چارواکیو په دی اړه تبصره نه ده کړی.

بل پلو پولیس وایی چی نن د کندهار په ولایت کی د سړک د غاړی د بم په چادونه کی چی د ریموت کنټرول په واسط وچاودید دری افغان پولیسان ووژل شول.

د امریکا په مشری قواووی هڅه کوی چی د افغانستان پوځ او پولیس وروزی چی امنیتی مسولیت خپله په غاړه واخلی تر څوخارجی قواووی وکولای شی د ملک نه ووځی.

خو د افغانستان په امنیتی قواوو کی د اداری فساد او د هغوی په دننه کی د یاغی طالبانو د نفوذ ستونزی موجودی دی.

XS
SM
MD
LG