د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد: یورانیم دي د ایران دننه غني سي.


د ایران جمهور ریْس محمود احمدي نژاد د دې برسېره چې څو ورځې مخکي یې اعلان یې وکړ، چې د ملګرو ملتونو وړاندیز منلو ته تیار دی، خپل د اټمي چارو ادارې ته یې امر کړی چې یورانیم دي د ایران دننه لازیات غني کړي. د آمریکا غږ خبریالې الیزیبت ارود د قاهرې د د فتر څخه یو ریپوټ رالېږلی چې ستاسو پام ورته رااړوم.

جمهور ریْس احمدي نژاد د شنبې په ورځ خپل د اټمي چارو ریْس علي اکبر صالحي ته وویل چې د یورانیمو د غني کولو کار دي پیل کړي او شل په سلو کې دي یورانیم غني کړي ترڅو یوې بټۍ ته بریښنا برابره کړي چې طبی مواد تولیدوي.

احمدي نژاد داسي وویل ،،ښاغلي احمدي نژاد چې په تهران کې یې خبري کولې، وویل چې د ملګرو ملتونو سره د هغه پلان په باب خبرو اترو ته تیار دی چې غواړي ایران خپل یورانیم ددغه ملک دباندي د غني کولو دپاره واستوی،،.

د ښاغلي احمدي نژاد امر د هغه د حکومت وروستۍ دریځ ښيي، په داسي حال کې چې د ملګرو ملتونو وړاندیز ته د ایران حکومتي چارواکو بیلابیل غیر رسمي ځوابونه ورکړي دي. ددغه پلان په ترڅ کې د ایران څخه غوښتل شوي دي چې خپل د کښتې سطحې یوارنیم دي د لازیات غني کیدو دپاره ددغه ملک د باندي، فرانسې او روسیې ته واستوي. ایران په دې برخه کې زړه نا زړه توب څرګند کړی او اندېښنه یې څرګنده کړې چې ښايي خپل یورانیم بیرته ترلاسه نکړي.

د آمریکا متحده ایالات او نور ملکونه په دې اندېښمن دي چې ایران که خپل یورانیم ددغه ملک دننه غني کړي نو د د شل فیصده پرځای به یې ۹۰ په سلو کې غني کړي او کله چې یورانیم ۹۰ په سلو کې غني شي نو د اتمي بم په جوړولو کې ځېنې کار اخیستلای سي.

ایران دا ردوي چې د اټمي بم د جوړولو نیت لري . په عین حال کې ځیني د لویدیځ ملکونو ساینس پوهان هم په دې شک څرګندوي چې ایران د دې وړتیا لري چې خپل یورانیم په دومره اندازه غني کړي چې اټمي بم ځنیي جوړ کرای شي خو کله چې ددغه ملک د اټمي پروګرام په باب مخفي توب او دغه راز د ملګرو ملتونو د وړانديز په مقابل کې د ایران مقاومت ته وکتل شي نو دا ډیره ستونزمنه کېږي چې سړی د دې تصديق وکړي چې ایران نه غواړي د اټمي بم د جوړولو په خاطر یورانیم غني کړي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر منوچهر متکي د شنبې په ورځ په جرمني کې د امنیت په یوه نړیواله غونډه کې وویل چې د ملګرو ملتونو سره یې هیواد موافقه ته رسیدلای شي.

په عین حال کې د آمریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس په ترکیه کې وویل چې د عامه بیانیوو د ورکولو پرځای دا به ښه وای چې ایران د خپل نوي فیصلې په باب د ملګرو ملتونو د اتمي چارو ادارې ته خبر ورکړی وای. د آمریکا متحده ایالات پر هغو هلو ځلو باندې کار کوي چې پر ایران باندې ددغه ملک د اټمي پروګرام په خاطر نور بندیزونه ولګوي.

په عین حال کې د آمریکا غږ خبریل الپسین د روم څخه ریپوټ راکوي چې د آمریکا د دفاع وزیر ګیټس وايي چې اوس هم د دې وخت دی چې پر ایران باندې فشار راسي او پرې نور بندیزونه ولګول شي چې په نتیجه کې دغه ملک مخکي له دې چې لویدیځ د نظامي اقدام ضرورت احساس کړي، د خپل اټمي پروګرام نه لاس واخلي. ښاغلي ګیټس نن په روم کې د ایټالیا ددفاع وزیر سره یوځای دا خبري وکړې.

کله چې د ښاغلي ګیټس نه د ایران پر ضد وروسته له هغه چې د ایران جمهور ریْس محمود احمدي نژاد د خپل ملک د اټمي چارو ریْس ته امر وکړ چې یوارنیم دي شل په سلو کې غني کړي، د نظامي اقدام د امکان په باب پوښتنه وشوه. ښاغلي ګیټس په ځواب کې داسي وویل ،،که چیري نړیواله ټولنه یو موټی وي او د ایران پر حکومت باندي فشار وساتي نو زه په دې باور یم چې دغه راز فشارونه او بندیزونه به اوس هم کار ورکړي،،.

د ښاغلي احمدي نژاد امر په داسي حال کې کیږي چې یواځي څو ورځې مخکي یې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د اټمي چارو د ادارې سره همکارۍ ته اماده دی او دې ته تیار دی چې خپل یوارنیم ددغه ملک نه دباندي د غني کیدو دپاره واستوي. په دې سره به د یورانیمو د غني کیدو کچه د نړیوالې ټولنې له خواه له نېږدې نه وڅیړل شي.

ددغه کار دپاره نړیوالې ټولنې څو میاشتې هلې ځلې وکړي. په عین حال کې یوه ورځ وروسته د احمدي نژاد د اعلان نه د هغه د باندنیو چارو وزیر وویل چې ملک یې د ملګرو ملتونو د اټمي چارو د ادارې سره موافقې ته نېږدې شوی دی.

خو د جمهور ریْس احمدي نژاد وروستی امر چې د دغه ملک اټمي ادارې ته یې کړی د یوداسي عجلې ایجاب کوي چې باید پر ایران باندې نور بندیزونه ولګول شي خو د آمریکا ددفاع وزیر وايي چې دغه بندیزونه باید په احتیاط او دقت سره ولګول شي.

هغه داسي وايي،، داسي بندیزونه چې تاثیر یې د ایران د خلګو پرځای د ایران پر حکومت وي، په اوږمهاله کې ډیر فرصتونه برابروي چې خپل هدف ته ورسېږو. مونږ دا ولیدل چې د ایران دننه څه شي روان دي. زه فکر کوم چې نړیواله ټولنه دا نه غواړي چې د ایران خلګ نور سختې او ستونزې وځغمي،،.

ایټالیا ته د ښاغلي ګیټس د سفر یو هدف دا هم دی چې د متحدو هیوادونو سره خپل روابط ښه کړي ځکه دغه روابط په افغانستان او عراق کې د آمریکا د هلو ځلو دپاره ډیر اهمیت لري.

د ایټالیا د دفاع وزیر سره د هغه د خبرو مهم ټکي پر هغو ۱۰۰۰ ایټالیوي روزنکو باندې هم متمرکز و چې آمریکا وايي د افغانستان د ملي امنیتي قواوو د روزنې دپاره ورته ډیر سخت ضرورت شته.

XS
SM
MD
LG