د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: ملکي هلمندیان باید بېغرضه پاتې شي


د ناټو ېو جگپوړه ملکی چارواکی او دافغانستان لپاره استاځی د هلمند کلیوال دې ته هڅوی، چې کله دایتلاف قواوی خپله ستره تهاجمی حمله پېل کوی، نوپه خپلو کورونو کې کرار کښینی او په هېڅکې غرض ونلری.

د برتانیې پخوانی سفیر مارک سیډویل نن د سه شنبی په ورځهغو ملکیانو ته چېد تهاجمی حملی نه مخکی د مارجه له ښارنه ونه وزی، د خبرداری د ورکولو په ترڅ کېداخبری وکړلی. مارجه د هلمند په ولایت کې پرته ده.

هغه داهم ووېل چی دهغو کسانو لپاره چې مخکی ترمخکی له دغی سیمی نه ووزی دهغوی لپارهپه کافې اندازه پلانونه جوړشویدی چې دهغوی لپاره د ځای او خوراک بندوبست وکړی.

اسوشیتید پریس خبری اژانس وروسته رپوټ ورکړ چې افراطیان یوشمیر خلک منع کوی چې له ښارنه ونه وزی.

رپوټ داهم وایي چې د ښار د شاوخوا سړکونه ماین کاري شويدي.

د مارجه ښار تقریبا اتیا زره نفوس لری او د اپینو د خرڅلاو او وړلو راوړلو مرکز گڼل کیږی او د طالبانو په ولکه کې دی.

په داسی حال کې چی یو څه ملکیان له دغه ځای نه په تیښته روان دی عینی شاهدان وایی چی طالبان په سېمه کې پاتی دی چې د جگړی لپاره خپل سنگرونهټینگ کړی.

دامرېکا د جمهوررئیس براک اوباما ددوری د پیل راهیسی دا لومړنی مهمه حمله گڼل کیږی چې په افغانستان کې کیږی. براک اوباماامر کړیدی چې دیرش زرهنور عسکرافغانستان ته ولیږل شی.

XS
SM
MD
LG