د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنگ برف کوچ ٦۴ تنه ووژل


دافغانستان چارواکی واېې چې د شمال په مهمه ترانسپورتی لویه لاره باندی د واوری د ښوئیدلو له امله ٦۴ کسان وژل شوي دي او په سوونو کسان پکی بند پاتې شوي دي.

د کورنېو چارو وزېر حنېف اتمر د سه شنبی په ورځ وويل چې د ژغورنی په هڅو کې تر اوسه پورې ٢۴ مړي د سالنگ په غاښې کي را ایستل شويدي خو له هغوی سره ویره ده چې تر ۴٠ نه زیات نور به هم په واورو کې ایسار وي او مړه شوي به وي.

ځايي چارواکی وايي چې د څو ورځو درنی واوری وریدلو له امله برف کوچونه پیل شول او د سالنگ د غاښي یو څه برخی یې بندې کړلې.

د سالنگ سړک هغه مهمه لویه لاره ده چې کابل د له شمالی ولایت مزار شریف سره نښلوی. رپوټ وايي چې د سالنگ غر3,400 متره لوړ غاښی لری.

ځايي چارواکی وایي چې د ژغورنی ماموران ټوله شپه لگیا وو چې هغه موټر راخلاص کړي چې دوی فکر کوي په سوونو باندی له واوېی لاندی شوي دي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي ددغی پیښې د قربانیانو له خپلوانو سره د خواخوږی پېغام خپور کړی دی او امر یې کړیدی چې د فواید عامې چارواکي د ژغورنی په بهیر کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG