د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنگ د پیښې د مړو شمیر ١٥٧ ته ورسید


د افغانستان دحکومت ماموران وايي چې د هیواد په شمال کی د سالنگ د تونل په اوږدو کی په غرنئ سیمه کی د برفکوچونو د ښوویدلو له امله ١٥٧ کسان مړه شوي دي.

حکومتی ماموران وايي چې نن د مړو شمیر زیات شو.

د سالنگ تونل درې زره څلور سوه متره لوړ د غره په سر کې پروت دی او کابل د افغانستان په شمال کې دمزار شرېف سره وسلوي.

محلي ماموران وايي چې د څو ورځو سختو واورو په وجه د سا لنگ لویه لاره تړل شوې ده او د سالنگ تونل هم بند دی.

جمهور رئیس حامد کرزي په دغه پیښه کې د وژل شوو خلکو د کورنیو سره خپله همدردي څرگنده کړې ده او حکومتي مقاماتو ته یې امر وکړ چې د نجات او ژغورنې په کار کې کمک وکړي.

XS
SM
MD
LG