د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: پاکستان د افغانستان په مذاکراتو کی برخه غواړي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکا یی او پاکستانی چارواکیو له قوله نن د چارشنبی په ورځ لیکی چی پاکستان امریکا ته وویل چی دوی غواړی دافغانستان د جگړی لپاره د حل دلاری په را ا یستلو کی نقش ولری.

هغوی ست او صلا کړیده چی د طالبانو دهغو ډلو له خوانه منځگړتوب وکړی چی ددوی په خاوره کی اوسیږی. رپوټ وایی چی دغه ډلی داوږدی مودی نه په دیخوا دهغوی سره انډیوالان وو.

ددغه وړاندیز مقصد دادی چی کله امریکا له افغانستان څخه ووزی نو دپاکستان نفوذ او اثر او رسوخ په افغانستان کی وساتل شی.

ورځپاْڼه لیکی چی دا کار د امریکا سره له یوی خوانه مرسته کولی شی او له بلی خوانه ورته تاوان هم رسولی شی په داسی حال کی چی واشنگټن په دی خبره بحث کوی چی له طالبانو سره پخلا شی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیانی دا خبره چی پاکستان منځگړتوب ته لیوال دی، په هغه مجلس کی واضح کړیده چی د ناټو په مرکزی دفتر کی یی دامریکا له جگپوړه چارواکیو سره وکړله.

نیویارک ټایمز لیکی چی دپاکستان دا دریځ له هغه پخوانی دریځ نه بدل دی چی دیته یی زړه نه ښه کاوه چی له طالبانو سره خبری وکړی. په دغه مجلس کی دامریکا دوسله والو قواو لوی درستیز د سمندری قواو ستر جنرال مایک دعمومی قوماندی رئیس جنرال ډیویډ پیټرییس او په افغانستان کی دمتحدینو د قواو قوماندان جنرال ستانلی مکریستل هم موجود و.

یوه چارواکی وویل چی پاکستانیان غواړی چی په دی بحث کی برخه ولری چی د پخلاینی لپاره کیږی. نیویارک ټایمز لیکی چی د پاکستان، په دی ارزو باندی به چی له امریکا سره دافغانستان دمسلی په وروستیو پړاوونو کی په گډه کار وکړی، هغه وخت بحث وشی چی کله دامریکا د ملی امنیت سلاکار جنرال جیمز په دی اونی کی اسلام اباد ته ولاړ شی.

نیویارک ټایمز لیکی چی تراوسه پوری امریکا دیته لیواله ده چی پاکستان دیته وهڅوی چی له طآلبانو سره دمنځگړتوب په ځای جگړه وکړی او دپاکستان نوی اقدام یی تراوسه پوری ندی تائید کړی.

د پاکستان دا وړاندیز دا خبره څرگندوی چی په افغانستان کی د حل د هرډول باثباته او دوامداری لاری په منځته راوستلو کی باید دافغانستان گاونډی ملکونه په نظر کی ونیول شی. په دی کی پاکستان ، هند ، چین او ایران شامل دی او دا ټول هلته د داثر اورسوخ د لاسته راوړلو لپاره مبارزه کوی.

هغه څوک چی د جنرال کیانی له نظر سره اشنایی لری، هغه وویل چی که څه هم امریکا په افغانستان کی خپل عسکر زیاتوی، خو سره له دی هم هغه په دی فکر کی دی چی امریکا له افغانستان نه دوتلو د یوی گړندی لاری په لټه کی دی. دا نظریه هغه وخت نوره قوی شوله چی دامریکا جمهوررئیس براک ا وباما دامریکا ملت ته دخطاب په وینا کی ډیر محدود ذکر وکړ.

نیویارک ټایمز لیکی چی پاکستان کولی شی چی په دی مذاکراتوکی وړاندیز وکړی چی د جلاالدین حقانی او سراج الدین حقانی په ډلو کی له خپل نفوذ نه کار واخلی. دامریکا یوقوماندان وایی چی دا ډله د امریکا دقواواو نا ټولپاره په جگړه دافغانستان په جگړه کی ډیر خونړی او وژونکی نقش لری.

نیویارک ټایمز لیکی چی ددغی ډلی مرکز په شمالی وزیرستان کی دی اوله هماغه ځای نه د افغانستان د جنوب په پراخه سیمه باندی له خپل نفوذ نه کار اخلی. حقانی ډلی په کابل کی هم غټی تروریستی حملی پلان کړیدی.

نیویارک ټایمز لیکی چی دا ډله د القاعده ډیره نیژدی انډیواله ده. پردی سر بیره د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره هم ډیری پخوانی اړیکی لری.

ورځپاڼه لیکی همدغو ادارو داډله د پاکستان په خاوره کی ساتلی ده. پاکستان ددی په ځای چی د حقانی ډله مهارکړی، دیته پامته داردی چی په یوه دوست افغانستان کی به دهند د زیاتیدونکی نفوذ مخه ونیسی

نیویارک ټایمز لیکی چی دوی داخبری د امریکایی اوپاکستان چارواکیو په حواله کوی.

نیویارک ټایمز لیکی چی جنرال کیانی معمولا ډیرو خبرو ته تمایل نلری خو خپل وړاندیز یی دناټو په دغه مجلس کی تکرار کړ چی غواړی یو تعمیری نقش ولری. په داسی حآل کی چی د پاکستان موقف یی واضح کړ چی غواړی دافغانستان په جنوب کی پراخه نفوذ ولری. نیویارک ټایمز لیکی په دی توگه به دحقانی ډله دپاکستان دنفوذ لپاره یوه مهمه وسیله وی.

XS
SM
MD
LG