د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: تر ټولو لویه امنیتي اندیښنه پاکستان دی


د آمریکا د جمهور رئیس مرستیال جو بایدن وايي چې په پاکستان کې امنیتي وضعي دی د عراق، ایران او افغانستان په پرتله ډیر اندېښمن کړی دی.

د آمریکا د سي ان ان تلویزوني شبکې سره په مرکه کې پرون د چارشنبې په ورځ ښاغلي بایدن وویل چې پاکستان اټمي وسلې لري چې کار ترې اخیستل کیدای شي او دهغه ملک د اقلیت په ډله کې زیات شمیر تندروان موجود دي.

هغه زیاته کړه چې په پاکستان لا په بشپړه توګه فعاله دیموکراسي نه شته.

پاکستان په افغانستان کې د آمریکا د هلو ځلو دپاره ډیر اهمیت لري او واشنګټن د پاکستان په سرحدي سیمو کې د یاغیانو پرضد د پاکستان د پوځ د سترو عملیاتو نه ملاتړ کړی دی.

دغه راز ښاغلي بایدن دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې د ایران د اټمي پروګرام هدف د اټمي وسلو جوړول دي.

هغه زیاته کړه چې که چیري تهران اټمي وسلې ترلاسه کړې نو په سیمه کې به نور ملکونه هم لکه ترکیه، سعودي عربستان او مصر دې ته مجبوره شي، چې اټمي وسلې ولری.

XS
SM
MD
LG