د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د پکتیا د حملې مسولیت واخیست


طالبانو نن د جمعې په ورځ د هغه ځانمرګه حملې مسولیت په غاړه واخیست چې په کې څو امریکايي عسکر ټپیان شول.

دا پیښه پرون د پکتیا په ولایت کې د پاکستان سرحد ته نږدې د افغان او آمریکايي قواوو پر یوه ګډ نظامي مرکز باندې وشوه.

د پکتیا ولایت د والي ویاند روح الله سمون ویلي چې په دغه پېښه کې ۵ امریکايي عسکر ټپیان شوي دي خو د بلې خوا بیا امریکايي قواوو ویلي دي چې ۷ تنه عسکر یې په دغه حمله کې ټپي شوي دي. خو په دې اړه یې نور تفصیلات نه دي خپاره کړي.

په عین حال کې افغان او ایتلافي ځواکونه وايي چې د پکتیا ولایت د ګردیز د ښار د پېښې په اړه یې ګډ تحقیقات پیل کړي دي. دغو قواوو یوه بیانیه خپره کړه چې په کښي راغلي و چې د ګردیز ښار په یوه قلعه کې د دوو ښځو او دوو نارینوو مړي یې موندلي دي.

دغه مړي د پنجشنبې په ورځ د هغو عملیات پر وخت وموندل شول چې په ترڅ کې یې څو یاغیان ووژل شول او څو نور یې ونیول شول.

XS
SM
MD
LG