د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: له هند سره د لوړې سطحې مذاکرات پیلوو


پاکستان اعلان وکړ چی د هند سره به د فبروري په ٢٥ مه د لوړی سطحي خبري پیل کړی.

د صدراعظم یوسف رضا گیلاني دفتر نن د جمعې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه او په هغې کی یې ویلي دي چی ددواړو ملکونو د بهرنیو چارو د وزارتونو د سیکریټرانو تر منځ خبري به په نوي ډهلي کی شروع سی.

په بیانیه کی ویل سوي دی چی دا پریکړه چی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سیکریټري ( سلمان بشیر ) به هند ته واستول سی، په پاکستان کی ددواړو هیوادونو د چارواکو په یوه غونډه کی سوې ده.

په بیانه کی دا هم ویل سوي دي چی پاکستان به په راتلونکې غونډه کی پر ټولو مهمو مسالو باندي د بحث کولو پیشنهاد وکړی او په هند باندی به فشار واچوي چی د سولي خبري بیا شروع کړی.

په ٢٠٠۴ کال کی هند او پاکستان په یو لړ مسالو باندی چی د کشمیر د سرحد جنجالي موضوع هم په کی شامله وه، خبري پیل کړې، مگر کله چی په ٢٠٠٨ کال کی په مومبای کی تروریستي حملې وسوې، هند دا خبري قطع کړې او ددې حملو چی ١٦٠ کسه په کی ووژل سول ملامتي یې په پاکستان کی دیره اسلامي مبارزینو باندی واچوله.

XS
SM
MD
LG