د لاس رسي وړ اتصالات

خلیل زاد: افغانستان کې بری اقتصادي پیاوړتیا غواړي


د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په خپله گڼه کې په کابل کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیل په قلم یو مطلب خپور کړی دی.

په دې مقاله کې خلیل زاد لیکي چې که غواړی د افغانستان په جگړه کې بریاليتوب تر لاسه کړئ نو د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړئ.

ورځپاڼه لیکي،نن په افغانستان کې د څو کلنې مداخلې نه وروسته اوس هم په دې هیواد کې د وزگارتیا کچه په سلو کې څلویښت ده او نیمايي خلک یې د غربت له سطحې نه لاندې ژوند کوي.

د افغانستان خراب اقتصادي حالت که څه هم د طالبانو د واکمنۍ د زمانې په تله ښه دی، خو بیاهم دغه حالت د ائتلافي قواوو د پرمختگ لپاره یو لوی خنډ بلل کیږي.

نو ځکه د افغانستان په اړه د لندن په کانفرانس کې بین المللي ټولنې په دې خبره ټینگار وکړچې دغه ټولنه دې دا تعهد وکړي چې د افغانستان اقتصاد ورغوي او که چیرې دغه کار سرته ونه رسیږي نو خامخا پوځي هڅې به له ناکامۍ سره مخامخ شي.

خلیلزاد په خپله مقاله کی لیکي، دی د جمهوررئیس اوباما دغه پریکړه ستایي چې په افغانستان کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړي او په پخوانۍ ستراتیژۍ کې بدلون راولي.

خلیل زاد د امریکا دا هڅې چې د نظامي هلو ځلو په خوا کې په ملکي او اقتصادي برخه کې هم د افغانستان سره مرسته وشي د قدر وړبولي خو زیاتوي چې د ملکیانو په هکله په ستراتیژي تر اوسه پورې پوره غور نه دی شوی.

خو کله چې دغه ستراتیژي جوړیږي په دې کې امریکا باید هڅه وکړي چې د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره کافي هڅې وشي.

ددغې ستراتیژۍ یوه برخه باید داوي چې د امریکا پوځ، یو اس ایډ او نورې ادارې کوښښ وکړي خپلې پیرودنې د افغانستان د کاروبار د پیاوړتیا په منظور وکړي.

دغه کار پخوا په کوریا او جاپان کې هم شوي دي.

ددغو هیوادو ډیرې کمپنۍ په هماغه زمانه کې د کاري او مالي امکاناتو خاوندانې شولې.

خلیل زاد لیکي دده د ماموریت په وخت کې ځینې توکې د افغانستان له بازارونونه اخیستل کیدل خو بیا هم دا په افغانستان کې د امریکا د لگښتونو ډیره کمه برخه جوړوي.

فایننشل ټایمز لیکي چې د افغانستان ډیر شمیرخلک په کرنه متکي دي که چیرې ددوی زراعتي محصولات د امریکایی موسساتو او پوځ له خوا واخیستل شي نو بزگرانو ته به یې ډیره گټه ورسیږي.

له بله پلوه کیدای شي چې دغه کار د تریاکو د تولید مخه هم په همدې ترتیب ونیسي.

بله برخه چې د افغانستان اقتصاد ته گټه رسولی شي هغه د بهرنیانو پرځای د افغان کارگرانو او مامورینو استخدامول دي چې باید تر سره شي.

XS
SM
MD
LG