د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په عملیاتو کې د ٢٠ تنو د وژل کیدو خبر ورکړل شو


(عکس: AP) د افغانستان په جنوب کی د هلمند په ولایت کې ۱۵۰۰۰ افغان، بریتانیوي او آمریکايي عسکرو د طالبانو په مقابل کی ګډ عملیات پیل کړل.

د افغانستان د پوځ یوه قوماندان جنرال شیر محمد ځاځي وویل چې د ایتلافي او افغان قواوو د ګډو عملیاتو په لومړۍ ورځ لږ تر لږه ۲۰ یاغیان په مخاخ جګړه کې ووژل شول. هغه زیاته کړه چې ۱۱ نور یاغیان یې ژوندي نیولي دي.

په عین حال کې نن د شنبې په ورځ د ناټو قواوو ویلي دي چې درې آمریکايي عسکر د یوه بم په چاودنه کی وژل شوي دي خو دا لا معلومه نه ده چې ددغو عسکرو وژل کیدل د مارجې د عملیاتو سره ارتباط لري او که نه؟

افغان، بریتانیوي او امریکايي قواوو د مارجې په ښارګوټي کې د یاغي طالبانو پر ضد ستر ځمکنیز عملیات پیل کړل چې هدف یې ددغه سیمه نه د طالبانو شړل دي. مارجه په افغانستان کې د طالبانو یو قوي مورچل دی.

نن د شنبې په ورځ تورنجنرال نیک کارتر وویل چې ایتلافي قواووې په بریالیتوب سره پرون د مارجې ښارګوټي ته ورننوتلې او په دغه عملیاتو کې د ۶۰ هلیکوبترو نه کار واخیستل شو.

په عین حال کې د افغانستان د دفاع وزیرعبدالرحیم وردک ویلي دي چې ایتلافي او افغان قواووې د مارجې په ښارګوټي کې د سپک مقاومت سره مخامخ شویدي.

د بلي خوا د جمهور ریْس کرزي دفتر هم یوه بیانیه خپره کړه او د مشترکو قواوو نه یې غوښتنه کړې چې خپل عملیات دي په احتیاط سره پر مخ بوزي او د ملکیانو د وژل کیدو نه دي مخنیوي وکړي.

XS
SM
MD
LG