د لاس رسي وړ اتصالات

شمالی وزیرستان   کی د بی پیلوټه الوتکی بمباری  ٥ تنه وژل شوی


پاکستانی چارواکی وایی چی د ملک په قباییلی سیمه کی د امریکا د بی پیلوټه الوتکی په بمباری کی پنځه تنه وژل شوی دی.

چارواکی وایی چی پرون په شمالی وزیرستان کی دوه توغندی په یوه تعمیرولگیدل . په شمالی وزیرستان کی چی د افغانستان سره گډ سرحد لری د القاعدی او طالبانو کمپونه پکی پراته دی.

چارواکی وایی چی د غو کسانو هویت تر اوسه نه دی څرگند شوی چی د توغندیو په حمله کی وژل شوی دی.

امریکا له هغه وروسته چی په افغانستان کی د تیر کال په وروستیو کی یوه ځان مرگی د سی آی ای اوه تنه غړی ووژل ، په سیمه کی د بی پیلوټه الوتکو بمباری زیاته کړی ده.

په یوه بل خبر کی راغلی پاکستانی چارواکی وایی چی د پاکستان په جنوب کی د سند په صوبه کی په یوه چاودنه کی دری تنه وژل شوی او لږ تر لږه نهه تنه زخمی شوی دی.

د دغی چاودنی علت چی نن د ډاډو په سیمه کی وشوه تر اوسه پوری نه دی څرگند ، هیچا د دی پیښی مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی او چارواکی د پیښی تحقیقات کوی.

XS
SM
MD
LG