د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د  برمته شوو فرانسویانو ویډو خپره  کړه


طالبانو د هغو دوو فرانسویانو ویدیو ټیپ خپور کړی چی د تیر ډسمبر په میاشت کی تښتول شوی وو.

په دی ویډیو ټیپ کی دواړه فرانسوی برمته شوی خبریالان وایی چی د دوی سره ښه رویه کیږی او د فرانسی د حکومت نه یی وغوښتل چی د دوی د خلاصون لپاره مذاکراتو ته ادامه ورکړی.

د اسو شیتد پرس خبری آژانس وایی چی دغه ویډیو ټیپ په انټرنیټی پاڼه کی خپور شوی او د دغه ټیپ د لیدلو سرخط د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا برابر شوی ؤ.

دغه دوه فرانسویان او د هغوی دری افغان مستخدمین د ډسمبر په میاشت کی د کاپیسا په ولایت کی برمته شوی وو.

XS
SM
MD
LG