د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مکریستل د کرزي نه بخښنه غوښتې ده


د ناټو قواوو د افغانستان په جنوب کی د امریکا په مشرۍ د طالبانو پرخلاف په عملیاتو کې د دولسو ملکي خلکو د وژلو کیدو مسؤلیت منلی دی ناتو وایي چی دغه ملکي کسان په داسي حال کې ووژل شول چی دوه توغندۍ چې یاغیان یی په نښه کول، په ځای ونه لگیدې.

د ناټو عمومي قوماندان آمریکايي ستر جنرال ستینلي مکریستل د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي نه ددغې پېښه په باب بخښنه غوښتې ده. په عین حال کې د افغانستان جمهور ریْس کرزي د دی پیښی له امله خبگان ښکاره کړی دی او د نادعلي د لسوالۍ د ملکي خلګو د وژل کیدو په باب یې د تحقیقاتو امر کړی.

دغه غټ پوځي عملیات د هلمند ولایت د مارجې په زراعتي ولسوالۍ باندی د شنبې په ورځ پیل شول.

دغه عملیات د افغانستان ، برتانیې او امریکا مشترک عملیات دي او هدف یی دا دی چی طالبان په دی سیمه کی چی دهغوی غټ مرکز دی ختم کړي . په دغو عملیاتو کې ۱۵۰۰۰ مشترکو قواوو برخه اخیستې ده. افغان چارواکي وايي چې ددغه عملیاتو د پیل راهیسي تر دې دمه ۲۷ یاغیان وژل شوی دي.

ویل کیږی چی په دی سیمه کی د زرو تنو په شاوخوا کی یاغیان موجود دی.

په عین حال کې د آمریکا د ملي امنیت سلاکار جیمس حونس د آمریکا د سي انن د تلویزوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې دغه عملیات ښه پر مخ روان دي. همدا شان د یوه بل خبر د مخې یو بریتانیوی عسکر د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شو، چې په سیمه کې یې پر پښو ګزمه کوله. چارواکي وايي چې ددغه عسکر مرګ د مارجې د عملیاتو سره ارتباط نه لري.

XS
SM
MD
LG