د لاس رسي وړ اتصالات

شمالی وزیرستان کی د بی پیلوټه الوتکی بله حمله ،دری کسان مړه


د پاکستان چارواکی واېې چې دبې پېلوټه الوتکی دتوغندېو په ډزو کې گومان کېږی دامرېکا به وی ددوشنبی په ورځ ، د شمالی وزېرستان په قبېلوی سېمه کې دری افراطېان ووژل شول. تردې ېوه ورځ مخکی هم په دې سېمه کې دېته ورته برېد شوی و.

چارواکی واېې چې له ېوې بې پېلوټه الوتکې نه د توغندی ېو ډز پر هغه موټر باندی وشو چې په شمالی وزېرستان کې د ټاپې کلی کې روان و. دېکنشبی په ورځ، باندی هم چارواکېو ووېل چی ٧ تنه افراطېان هغه وخت ووژل شول چې د مېر علی په ښار کې د افراطېانو د روزنی په کمپ باندی ډزې وشوی.

دغه نېمه خودمختاره قبېلوی سېمه د طالبانو او القاعده له خوانه او د حقانی د ډلی له خوانه د ېوې پناگاه په توگه استعمالېږی. پردغوډلو باندی دا پړه اچول کېږی چې له سرحد نه را اوړی او پر نړېوالو قواو باندی په افغانستان کې حملی کوی. پردی سر بېره هغوی پر افغان امنېتی قواوباندی هم حملی کوی.

دمرگ ژوبلی په نورو پېښو کې دېکنشبی په ورځ باندی د پاکستان چارواکېو ووېل چې په جنوبی سند، کې په ېوه چاودنه کې دری کسان ووژل شول او نهه تنه زخمی شول. تراوسه پورې داخبره نده معلومه شوی چې د دادو په سېمه کې ددې چاودنی علت څه و. خو چارواکی تحقېقات کوی چې دا معلومه کړی دا بم چونه وه که نه .رپوټ واېې چې تراوسه پورې چا ددی چاودنی مسوولېت هم په غاړه ندی اخېستی.


رپوټ واېې چې دامرېکا حکومت له هغه وخت راهېسی د بې پېلوټه الوتکېو برېدونه زېات کړی دی چې ېوه ځان وژونکی د سی آی اې ٧ تنه ماموران تېرکال دافغانستان سرحد ته نېژدی ووژل. دامرېکا چارواکی په عامه توگه د بې پېلوټه الوتکېو په برېدونو باندی تبصره نه کوی. دغو برېدونو په تېروخت کې د پاکستان اوامرېکا تر منځ زړه بدوالی اوخړپړتېا پېدا کړې وه.

XS
SM
MD
LG