د لاس رسي وړ اتصالات

هیلری کلنټن واېې چې  اېران دنظآمی ټولواکۍ  په لور روان دی


دامرېکا خار جه وزېره هېلری کلنټن واېې چې امرېکا په دې عقېده ده چې اېران دېوې نظآمی ټولواکۍ او دېکتاتوری په لور روان دی. کلنټن ووېل چې داېران نخبه نظآمی قوه ( پاسداران انقلاب) په حقېقت کې د زور اوغصبو له لاری د حکومت ځای نېسی.

کلنټن دا تبصری په داسی وخت کې کوی چې د خلېج په سېمه کې په سفربوخته ده او دا کوشش کوی چې دخلېج په هېوادونوکې د اېران دا ټومی پروگرام خلاف فشار زېات کاندی.

دهغی د سفر بل تم ځای سعودی عربستان دی او هلته به هېلری کلنټن د سعودی له باچا عبدالله اوخار جه وزېر شهزاده سعود الفېصل سره ملاقات وکړی چې پراېران باندی دبندېزونو د لگولو لپاره دعربو ملاتړ برابر کاندی.



دېکشنبی په ورځ په دوحه کې داسلامی دېنا او امرېکا د غونډی په ترڅ کې هېلری کلنټن ووېل چې واشنگټن غواړی له اېران سره اټومی جنجال په سوله ئېزه لاره باندی حل کاندی خو له اېرانېانو سره به په داسی حال کې خبری ونکړی چې دهغی په وېنا هغوی د خپل بم په جوړولو باندی لگېا وی.

کلنټن ووېل چې اېران نړېوالی ټولنی ته پرته له دېنه چې غټ بندېزونه پرې ولگوی بله لاره نده پرېښی او دابه هغه قېمت وی چې دوی د خپلو پاروونکېو اقداماتو په مقابل کې ادا کوی.

رپوټ واېې چې دامرېکا حکومت دملگرو ملتونو دامنېت پر شوری باندی فشار اچوی چې پر اېران باندی د څلورم ځل لپاره هم بندېزونه ولگوی. ځکه دغه هېواد له دېنه انکار کړېدی چې دخپلو ېورانېمو له غنی کولو نه لاس واخلی.

ایران وایي چې د اتومي سون موادو د تبادلې په اړه یې د امریکا د متحده ایالاتو، فرانسې او روسیې لخوا په نوېو وړاندیزونو باندی غور کوي خو فرانسه د ایران سره د نوو وړاندیزونو خبره ردوي.

د ایران سرکاري مطبوعاتو نن د دوشنبې په ورځ د ایران د اتومي انرژۍ د ادرې د مشر علي اکبر صالحې له قوله ویلي دي چې ایران ته دغه نوي وړاندیزونه تر هغه وروسته ورکړل شول کله چې ایران پریکړه وکړه چې یورانیم به په لوړه کچه غني کاندي.

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند (برنارد والرو) د صالحې ادعا رد کړیده او ویلي یې دي چې د ایران لپاره یوازینی وړاندیز هماغه دی چې د تیر کال د اکتوبرپه میاشت کې ورسره د اتومي انرژۍ د څارنې نړیوالې ادراې کړی ؤ.

ایران تر دې دمه د د اتومي انرژۍ د څارنې د نړیوالې ادراې د وړاندیز د منلو او ېا نه منلو په اړه تراوسه واضح درېځ ندی غوره کړی.

پدغه وړاندیز کې د ایران نه غوښتل شويدي چې خپل یورانیم د لا غني کیدو لپاره بهر ته واستوي. او پدې سره به هغه اندیښنې له منځه ولاړې شي چې ګواکي ایران غواړي چې اتومي وسلې جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG