د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د ٣ نورو ملکیانو د وژل کیدو خبر ورکړ


د ناټو قواوی واېې چې دری تنه نور افغان ملکېان هم د طالبانو خلاف په غټه تعرضی حمله کې، دهېلمند په ولاېت کې ووژل شول.

د نړېوالو قواو یو خبرلېک د سه شنبی په ورځ ووېل چې دوه ملکېان هغه وخت ووژل شول چې د خبرتېا ډزو ته ېې توجه ونکړله او د عسکرو په لور روان وو.

رپوټ واېې چې ېوبل ملکی سړی هغه وخت ووژل شو چې داېتلاف دقواو او طالبانو د ډزو په منځ کې را اېسارسو. په ېوه جلا پېښه کې، د سه شنبی په ورځ دناټو په ېوه هواېې برېد کې پنځه ملکېان په گاونډی ولاېت کندهار کې ووژل شول.

دناټوقوماندانان واېې چې د ملکېانو ساتنه، په دغه تهاجمی حمله کې ددوی په غټو ترجېحاتو کې شامله ده. دغو هڅو ته د ېکشنبی په ورځ، هغه وخت تاوان ورسېده چې دهغو راکټونو گولۍ چې داېتلاف قواو وار کړی وی په مارجه کې په ېوه کور ولگېدلی او دولس تنه ملکېان ېې د ٦ ماشومانو په شمول ووژل .

دافغانستان د کورنېو چارو د وزېر محمد حنېف اتمر له قوله دناټو په خبر لېک کې وېل شوېدی چې در اکټونو په دغه برېد کې ېاغېان په نښه شوی وو خو داسی معلومه شوه چې هغوی ملکې وگړی له ځان سره برمته کړی وو.

په مخکېنېو رپوټونو کې وېل شوې وو چې راکټونو خپل هدف ونه وېشتلی شو. په ټولېز ډول دافغانستان او ناټو نظامی قوماندانان رپوټ ورکوی چې د مارجه په اولسوالی باندی د حملی په ترڅ کې په منظم ډول پر مختگ روان دی. مارجه د طالبانو ېو پوخ سنگر دی.

XS
SM
MD
LG