د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو جگپوړه قومندان ملا برادر په کراچۍ کې ونیول شو


د امرېکا او پاکستان چارواکی واېې چې داستخباراتو قواو د طالبانو غټ قوماندان څو ورځی مخکی په ېوه سري عملېاتو کې په کراچۍ کې نېولی دی.

چارواکی واېې چې قوماندان عبدا لغنی برادر د پاکستانېانو په لاس کې دی. رپوټ واېې چې ملابرادر افغان دی او په طالبانو کې دنفوذ له پلوه ېوازې د ملا محمد عمر په مقابل کې دوېمه درجه سړی دی. ملاعمر د طالبانو موسس بلل کېږی.

چارواکی واېې چې له هغه وخت راهېسی چې په افغانستان کې جگړه پېل شوېده، ملا برادر په طالبانو کې ډېر مهم شخصېت دی چې نېول شوېدی.

خو طالبان په افغانستان کې له دې نه انکا رکوی چې ملا برادر نېول شوېدی. هغوی دارپوټ ېوه داسی اوازه گڼی چې دخلکو توجه بل لوری ته واړوی.

د پاکستان او امرېکا داستخباراتو ماموران په گډه له ملابرادر نه تحقېقات کوی. رپوټ واېې چی ملا برادری د طالبانو د نظامی عملېاتو او د مشرانو په شوری کې مسوولېت لری.

چارواکی واېې چې هغو مشترکو عملېاتو چې ملا برادر نېولی دی دا څرگندوی چې د پاکستان اوامرېکا داستخباراتو ترمنځ په ېوه نوی سطحه باندی همکاری شروع شوېده.

پخوا امرېکا د پاکستان استخبارات په دې متهم کړی وو چې دافغان طآلبانو له مشرانو غړېو سره اړېکی ساتی او دتېه لېوال ندی چې هغوی دپاکستان د سېب په ځاېونو کې تعقېب کړی. خود پاکستان چارواکېو داادعا رد کړی وه. دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼی د دوشنبی په ورځ ناوخته دملابرادری په نېولو باندی رپوټ خپورکړ.

دغه ورځپاڼه لېکی چې دوی د تېری اونۍ دعملېاتو په برخه کې معلومات پېدا کړ خو دهغه خپرول ېې د سپېنی ماڼی د چارواکېو په غوښتنه وځنډول. هغوی استدلال کاوه چې ددې خبری برالا کول به هغو هڅو ته تاوان ورسوی چې له هغه نه معلومات واخېستل شی.

له دغه رپوټ نه څو ساعته مخکی، د پاکستان چارواکېو ووېل چې دامرېکا دمشکوکی بې پېلوټه الوتکی د توغندېو په حمله کې دشمال غرب په قبېلوی سېمه کې دری افراطېان وژل شوېدی. په همدی سېمه کې ېوی مشابه حملی اوه تنه افراطېان ېوه ورځ مخکی وژل وو.

پاکستانی چارواکی واېی چې ددوشنبی په ورځ په شمالېی وزېرستان کې د ټاپی په کلی باندی دتوغندی ېو گوزار شوی و. رپوټ واېې دا نېمه خودمختاره سېمه د دطالبانو ، القاعده او حقانی د ډلی له خوانه د سېب د ځای په توگه استعمالېږی.

XS
SM
MD
LG