د لاس رسي وړ اتصالات

ملي اردو په مارجه کی د افغانستان بیرغ وځړاوه


(عکس: AP) د افغانستان پوځ نن دمارجی د اولسوالئ په عمومی مارکیټ کی د هیواد ملی بیرغ وځړاوه پوځی ماموران وایی په داسی حال چه عسکرو د مارجی مرکزی مارکیټ نیولی دی ، ټوله سیمه یی لا تراوسه پوری نیولی نه ده.

دافغانستان دپوځ یو قوماندان جنرال محیی الدین غوری وایی چه دهلمند په ولایت کی د ناتو او حکومتی قواو دروانو عملیاتو په دوران کی طالبان کی دناتو او افغان قواو سره د جنگ په وخت کی د ملکی خلکو نه د ځانونو د ساتلو په غرض د انسانی سپر په توگه کار اخلی.

جنرال محی الدین وویل چه طالبان لیدل شوی دی چه د ډزو نه مخکی ښځی او ماشومان په زور مجبوروی دخپلو کورونو دبامونو سر وخیژی او هغوئ دخلکو دمنځ نه دناتو په ایتلافی قواو باندی ډزی کوی.

د جنرال محی الدین غوری دا تور تر اوسه پوری د کومی ازادی سرچینی له خوا نه دی شوی.

دناتو قوماندانانو خپلو عسکرو ته لارښوونه کړی وه چه دهلمند د ولایت دمارجی په ولسیوالئ کی د خپلو تعرضی عملیاتو په وخت دملکی خلکو دژوند خیال وساتی.

دبشری حقوقو دعفوی نړیوال سازمان، وایی چه په روان جنگ کی په زرهاو ملکی خلک د دواړو خوا تر منځ په جنگ کی گیر پاتی دی چه ځانونه خلاصولی نه شی.

د ناتو پوځ هم دا خبره منلی ده چه دنظامی عملیاتو دشروع کیدلو نه ترواسه پوری په مارجه کی دتیرو پنځو ورځو په دوران کی پنځلس ملکی وگړی وژل شوی دی. مارجه اتیا زره نفوس لری او د طالبانو یو مهم سنگر گڼل کیږی.

له بلی خوا نن په کابل کی دملگرو ملتونو د دفتر یوه لوړ رتبه مامور رابرټ واټکینز په افغانستان کی بشری مرستی دجنگ پوری تړلو په عمل باندی انتقاد وکړ.

هغه وویل چه دملگرو ملتونو اداری به په ماجه کی دناتو دتړون دبیا رغونی په پروگرام ړی برخه وانه خلی. رابرټ واټکینز نن په کابل کی په دی اړه یوه مطبوعاتی کانفرانس ته وینا کوله.

ښاغلی وټکینز په افغانستان دملگرو ملتونو دخاص استازي مرستیال دی. که څه هم چه هغه مستیقما دمارجی په نظامی عملیاتو باندی اعتراض ون کړ خو وییویل چه ملگری ملتونه نه غواړی چه په افغانستان دپوځ تر څارنی لاندی د بیا روغونی د پروگرام یوه برخه وگرځی.

په مطبوعاتی کانفرانس کی د ملگرو ملتونو استازي په روان میلادی کال کی په افغانستان کی بشری مرستو پلان اعلان هم کړ.

تیره میاشت دبشری مرستو درسولو اتو نړیوالو موسساتو په افغانستان کی نړیوال پوځی ځواکونه په دی تورن کړل چه کوښښ کوی دبشری مرستو نه د یوی وسلی په توگه کار واخلی چی په دی ډول د افغانستان دملکی خلکو ژوند د خطر سره مخامخ کوی.

په دغو ادارو کی شامل د اکسفام او ایکشن نو په نامه دوه نړیوال خیریه سازمانونه تور لگوی چه په افغانستان خارجی پوځونه معمولا دهغو سیمو دخلکو سره ډیره مرسته کوی چه عسکر په کی ډیر موجود وی.

د خلکو د ضرورت په بنیاد مرسته نه توزیع کیږی.

ایتلافی ځواکونه وایی چه دطالبانو نه دمارجی دپاکولو کار مخ په وړاندی روان دی خو دسړک په غاړه دبمونو او چریکی حملو په وجه یی رفتار اوس یوه څه سوکه شوی دی.

د مارجی په جنگ کی پنځلس زره افغان او ایتلافی عسکر دطالبانو په خلاف جنگیږی چه په کال یو دپاسه دوه زره میلادی کی په افغانستان کی دطالبانو په خلاف دجنگ دشروع کیدلو نه وروسته تر ټولو غټ نظامی عملیات گڼل کیږی.

XS
SM
MD
LG