د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې ۲ نور طالب مشران نیول شوي


د افغانستان چارواکي وايي چې د طالبانو دوه قوماندانان چې د افغانستان په شمال کې یې د مخفي والیانو په توګه فعالیت کاوه په پاکستان کې نیول شوي دي.

دغه نوې دستګیرۍ په داسي حال کې وشوې چې پاکستاني او آمریکايي چارواکو څو ورځې مخکي اعلان وکړ چې د طالبانو یو جګپوړۍ قوماندان عبدالغني یې چې د ملا برادر په نامه مشهوره دی د پاکستان د کراچۍ په ښار کې نیولی دی. چارواکو لا دا نه ده په ډاګه کړې چې آیا د (ملابردار) څخه تر لاسه شوي معلوماتو خو به د دوو نویو قوماندانو په نیولو کې مرسته نه وي کړې

افغان چارواکو ویلي چې دواړو نیول شویو قوماندانانو د افغانستان د کندز او بغلان په ولایتونو کې په مخفي ډول د طالبانو د سیاسي او نظامي مشرانو په توګه فعالیت کاوه.

د ۲۰۰۱ کال را په دیخوا، کله چې د آمریکا په مشرۍ د یاغي طالبانو حکومت راوپرځول شو، د دغو درې تنو نیول کیدل، تر ټولو غټې دستګیرۍ دي. دغه راز ځینو آمریکايي چارواکو ویلي دي چې د پاکستان استخباراتي سرچینو چې د ډیرې مودې راهیسي یې د طالبانو سره اړیکې درلودې، ښايي اوس د طالبانو پرضد شوي وي.

XS
SM
MD
LG