د لاس رسي وړ اتصالات

د ننگرهار چارواکي وايي طالبان وراوښتي


دننگرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي ددولت لږ تر لږه اوه تنه وسله وال مخالفين په دغه ولايت کې ددولت ليکو ته واوښتل .

چارواکي وايي، دغه مخالفین دنازيانو په سرحدي ولسوالى کې له خپلو وسلو سره دولت ته اوښتي دي.

چارواکي وايي چې ددولت له ليکو سره ددغو کسانو يوځاى کیدل به په سيمه کې څه ناڅه اميتي سنونزې حل کړي.

دختيځو ولايتونو لپاره دسرحدي قواوو قوماندان جنرال محمدزمان مموزي په وينا دغه مخالفين دډيورندپولې ته څیرمه نازيانو په ولسوالى کې له دولت سره يوځاى شول.

مموزى وايي ددغو کسانو له رااوښتو سره دى پر دى ډاډمن دى چې په سيمه کې به څه ناڅه امنېتې ستونزي حل شي .

ددغې ډلى يومشرمحمدظاهرشاه خبريالانو ته وويل:ده ددولت ترراوښتو وړاندى پرافغانستان سربېره دوزيرستان په سيمه کې هم دافغان دولت پرضد وسله وال فعاليتونه کول دىوايي دهغه مهال له دولت سره ديوځاى کېدو پرېکړه وکړه چې ددوي دډلې يومشر په جگړه کې ووژل شو غوره يې داوگڼله چې نور ټوپک کېژدي خپل وطن ته راشي اوخدمت وکړي.

دنازيانوولسوالۍ يو ولسي مشر حاجي سهيل خان بياله دولته دغواوښتو کسانو سره دمرستې غوښتنه وکړه او ويې ويل دولت بايد ددغو رااوښتو کسانو سره مرسته وکړي له زوروني يې بايد لاس واخستل شي دکارکولو لارې چارې بايد ورته برابرې کړي.

ددولت کومې وسله والې مخالفې ډلې ټپلې لا تر دې دمه ددولت له ليکوسره ددغو کسانو دراوښتو په اړه څه نه دي ويلي دغه وسله وال مخالفين دشينوارو ولسي مشرانو ترهغې پریکړې وروسته له دولت سره يوځاى کیږي چې ژمنه يي کړې وه نور به څوک مخالفينو ته په خپله سيمه کې ځاى نه ورکوي که چا له دې پرېکړې سرغړونه وکړه نو ٥٠٠زره افغانۍ به جريمه ورکوي اوکوربه یې سوزول کیږي.

ددغو کسانو تر راوښتو شاوخوا يوه اونۍ وړاندې هم د دغه وﻻ يت دگوشتې په سرحدي ولسوالۍ کې ١٩تنه وسله وال مخالفين له وسلو سره يوځاى له دولت سره يوځاى شول.

په دې ورستيو کې ايتلاف قواوو دشينوارو له سيمې سره ددوي په مټ دامنيت دټينگښت په بدل کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت دبيارغاونې دپروژو دترسره کیدو ژمنه کړه.

دننگرهار والي گل اغا شېرزي دسيمې پريوشمېرنوروقبيلو هم غږ وکړ چې که دوي هم ورته پرېکړه اوعمل پرې وکړ نو دنړى والو له امتيازه به برخمن شي.

XS
SM
MD
LG