د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریس کرزي د انتخاباتو نوی قانون توشیح کړ


د افغانستان د عدلیی وزارت وائی چی د جمهور ریس کرزی له خوا د انتخاباتو نوی قانون توشیح شوی او په رسمی جریده کی د خپرولو لپاره دغه وزارت ته رسیدلی دید افغانستان د عدلیی وزارت د تقنین رئس سید یوسف حلیم وایی چی په نوی قانون کی د تیر قانون په نسبت یو لړ بدلونونهراوستل شوی او اوس دا قانون ډیر منظم شوی دی

((عمده خبره پدی قانون کی داده چی د جمهوری ریاست د کاندیدانو لپاره په تیر قانون کی کاندید مکلف وه چی لس زره کارتونه مخکښی له دی چی کاندید شی د انتخاباتو کمیسون ته وړاندی کړی همداشان دوی مکلف وه چی پنځوس زره افغانید انتخاباتو کمیسون ته وسپاری په نوی قانون کی د رای دهی کارتونه سل زروته لوړ شوی دی))

حلیم وایی چی په نوی قانون کی د انتخاباتو کمیسون ته په اضطراری حالاتو کی دانتخاباتو دځنډیدو واک هم ورکړل شوی دی

که څه هم چی دا قانون لا تر اوسه په رسمی جریده کی ندی خپور شوی خو وویل کیږی چی پدی قانون کی د انتخاباتو د څارنی چاری د افغانستان ستری محکمی ته سپارل شوی دی دمخه دا کار دانتخاباتو د شکایتونود کمیسون کوه. دانتخاباتو د شکایتونود کمیسون پنځه غړی لرل چی دری یی بهرنیان وه.

ولسی جرګی نږدی دوه کاله وړاندی د انتخاباتوپهقانون بحثوونه پیل کړل خو په قانون کی د کوچیانو لپاره د ټول هیواد په کچه د انتخاباتی خوزی په پام کی نیوولو مادی باندی د وکیلانو ترمنځ د اختلافاتو له امله دا قانون تصویب نشو. په نوی قانون کی د کوچیانولپاره ټول هیواد یوه خوزه ټاکل شوی ده. د ولسی جرګی یو غړی ډاکټر کبیر رنجبر دا منی چی په ولسی جرګه کی د وکیلانو ترمنځ د کوچیانو په مسلی د اختلاف له امله پارلمان ددی قانون د تصویب فرصت له لاسه ورکړی دی خو دی وایی چی په ولسی جرګه کی پدی مسله د بحث په وخت وکیلانو د انتخاباتو د شفافیت لپاره یولړ ښه وړاندیزونه ترتیب کړی وه دی هیله لری چی په نوی قانون کی به دغو وړاندیزونو ته هم ځای ورکړل شوی وی. ډاکټر رنجبر وایی جمهور ریس پدی هکله د خپل قانونی واک نه کار اخستی او پارلمان پدیقانونکی نور څه بدلون نشی راوستلی((اوس په ډیری خواشینی بحث نشی کولای ما دری څلور ځلی دا غږ جګ کړی وه ))

جمهور ریس کرزی د انتخاباتو نوی قانونپه داسی حال کی توشیح کړی چی ټاکل شوی د شنبی په ورځ پارلمان غړی د خپل وروستی کاری کال غونډی پیل کړی.

XS
SM
MD
LG