د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوسټ: امریکا ملکيانو ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکوي


(عکس: AP) د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن د جمعې په ورځ پخپلې یوې مقالې کې لیکلي دي چې د امریکا د پوځ هغه قطعات چې د هلمند په ولایت کې د طالبانو سره جګړه کوي، هغو ملکي افغانانو ته د مرګ ژوبلې د وراوښتو تاوان ورکوي چې د همدغو قواوو په ډزو کې ورته وراوړوي. د تاوان د ورکولو د دغې سیستم له مخې پوځ همدارنګه هغو کسانو ته هم تاوان ورکوي چې کورونه او یا جایدادونه یې په جګړه کې تباه کیږي.

د افغانستان په جګړې کې ملکې خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتل په سیاسي لحاظ یوه حساسه موضوع ده، او په همدې خاطر د ناټو د قواوو نه غوښتلو شویدي چې په هوایي بریدونو کې او یا نورو حملو ملکي افغانانو ته د مرګ ژوبلې تاوان ورکړي.

ورځپاڼه وایي چې ناټو تر ډیره د دغو مرګ ژوبلو پړه په یاغیانو باندې وراچوي ځکه چې هغوي د ملکي کسانو نه د انساسي سپر په توګه کار اخلي او یا د داسې ځای نه بریدونه کوي چې ډیر عام خلک پکې ژوند کوي او دا د ناټو قواوو لپاره ستونزمنه کوي چې د عادي خلکو او یاغیانو تر منځ فرق وکړي.

پوځي قوماندانان وایي چې د مرګ ژوبلو په بدل کې د نقدو پیسو ورکول په افغانسان کې تر ټولو غوره لار ده ځکه چې عام خلک زیات بې وسه دي او په همدې سره به د هغوي غم او خپګان یو څه را کم شي.

ورځپاڼه وایي چې د یوه ماشوم د وژل کیدو په بدل کې به یې کورنۍ ته د 15 سوو ډالرو نه نیولې تر 2500 ډالرو پورې تاوان ورکړل شي، هر ټپي شوي شخص ته به د 6 سوو ډالرو نه نیولې تر 15 سوو ډالرو پورې تاوان ورکړل شي. او د هر موټر د تباه کیدو په بدل کې به د 5 سوو نه نیولې تر 2500 ډالرو پورې او د پټیو یا نورو کروندو د له منځه تللو په بدل کې به د پنځوسو ډالرو نه نیولې تر 250 ډالرو پورې تاوان ورکړل شي.

پوځي قوماندانانو ویلي دي چې د همدغه سیستم له مخې هغوي کولی شي چې په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو لپاره هم کار واخلي. هغوي به عامو خلکو ته د سړک د غاړې د بمونو او د یاغیانو د ځای ځایږي په اړه معلومات ورکوي.

لاس انجلس ټایمز: د امریکا سمندري قواوې ټول پام د طالبانو نشان زنانو ته اړولی دی

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې بیا پخپلې د نن ورځې په ګڼې کې د هلمند ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې د سترو ګډو عملیاتو په اړه په یو مقالې کې لیکلې دي چې د امریکا سمندري قواوو اوس خپل ټول پام د یاغیانو نشان زنانو یا سنایپرانو ته اړولی دی.

له یوې خوا د طالبانو نشان زنانو او له بلې خوا په سیمه کې زیات شمیر ښخ شویو ماینونو د ګډو قواوو مخته تګ سوکه کړیدی. نن د جمعې په ورځ د دغو عملیاتو 7 مه ورځ وه، پوځي قوماندانان وایي چې تر دې دمه مهم او کلیدي اهداف تر لاسه شویدي خو دا به څو اونۍ نورې هم ونیسي چې په ټوله مارجه کې تصفیوي عملیات بشپړ شي او ټوله ولسوالۍ خوندي شي.

ورځپاڼه وایي چې تر دې دمه پدغو سترو ګډو عملیاتو کې د چاودنو او سپکو وسلو په ډزو کې 11 تنه نړیوالې قواوې او یو تن افغان عسکر وژل شویدي.

پوځي قوماندانان وایي چې طالبانو خورا مسلکي نشان زنان په سیمه کې ځای پر ځای کړیدي، هغوي وایي چې د افغانستان په اته کلنه جګړې کې تر دمه پدې اندازه باتجربه نشان زنان بیخې لیدلي ندي او وایي چې یوه وجه یې دا ده چې طالبانو تر ډیره وخته دغه سیمه پخپل کنترول کې لرله او د دغو عملیاتو په وړاندې د مقاومت کولو لپاره یې پوره چمتوالی نیولی دی.

د امریکا سمندري قواوو د مارجې په ولسوالۍ باندې د دغو سترو عملیاتو د ترسره کولو پلان په زیاته اندازه په ډاګه کړی ؤ او هدف یې هم دا ؤ تر څو عام خلک د سیمې نه واوځي چې هغوي ته پکې کوم زیان ونه رسیږي. پوځیان وایي چې نن د جمعې په ورځ هم جګړه روانه وه.

ایتلافي قواوې وایي وروسته تر دې چې سیمه د طالبانو د شتون نه پاکه شي نو محلې حکومت به ډیر ژر فعاله شي، تړل شوي ښوونځي به بیرته پرانستل شي، او عامه خدمات به پیل شي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې مارجه ولسوالۍ چې د طالبانو تر واک لاندې وه، ټول ښوونځي تړل شوي ؤ، د افغانستان د حکومتي چارواکو څرک نه لګیده. پوځي چارواکو د قومي مشرانو سره شوراګانې لا د مخه پیل کړیدي او د راتلونکې په اړه مهم پریکړې کوي.

واشنگټن پوسټ: د جلال الدین حقاني زوی محمد حقاني هم ووژل شو

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې همدارنګه په یوې بلې مقالې کې لیکلې دي چې پرون د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوې برید کې چې د پاکستان په قبایلي علاقه کې ېې وکړ، د جلال الدین حقاني یو زوی ووژل شو.

ورځپاڼې د پاکستان د استخباراتي څانګې د یوه چارواکي له قوله لیکلي دي چې د حقاني تندلاره ډله په افغانستان کې په نړیوالو قواوو باندې د زیاتو بریدونو مسولیت په غاړه لري او د القاعده شبکې سره هم اړیکې لري. دغه چارواکی وایي چې د حقاني تروریستي ډله د افغانستان زیاتره په جنوبي برخو کې فعالیت کوي.

د حقاني زوی محمد حقاني پرون د پنجشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې هغه وخت ووژل شو چې د څلورو نوور بهرنیو کسانو سره یې په موټر کې سفر کاوه.

محمد حقاني چې د جلال الدین حقاني د دوولسو زامنو نه یو ؤ، د یوه محلي تندلارې ډلې مشري یې په غاړه لرله، او ویل کیږي چې د خپل مشر ورور سراج الدین حقاني په پرتله زیات ظالم او بې رحمه نه ؤ.

ورځپاڼې د پاکستان د جیو تلویزون له قوله لیکلي دی چې د محمد حقاني د وژل کیدو خبر د هغه د کورنۍ غړو هم تایید کړیدی.

د پاکستان پوځ د هیواد په نورو برخو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد ستر عملیات وکړل خو هغوي د امریکا د متحده ایالاتو هغه غوښتنه نده منلې چې په شمالي وزیرستان کې دې د حقاني شبکې پر ضد هم کوټلي او جدي ګامونه واخلي. پاکستان وایي چې پوځ یې اوس مهال په زیاتو برخو کې اخته دی.

XS
SM
MD
LG