د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي بیا د طالبانو نه غوښتي چې سوله وکړي


د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي یو وار بیا د طالبانو نه غوښتي دي چې سوله قبوله کړي او د حکومت سره یوځای شي.

هغه نن د شنبې په ورځ په کابل کې د پارلمان د غونډې د پرانیستلو په وخت دا وینا وکړه. هغه د نړیوالو قواوو نه هم وغوښتل چې د ملکي خلګو د ژول کیدو نه دي مخنیوی وکړي.

په عین حال کې د ناټو قواوو د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په یوه مورچل باندې تعرضي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

همدرانګه افغان پولیس وايي چې دوی د افغانستان په جنوب کی دمارجې ولسوالۍ ته چې د طالبانو یو قوي مرکز دی، ننوتي دي . د آمریکا په مشرۍ د ناټو قواوو په دغه ولسوالۍ کې یوه اونۍ مخکي عملیات پیل کړل ترڅو دغه سیمه د طالبانو نه پاکه کړي.

پرون د جمعې په ورځ دغې ولسوالۍ ته د افغانستان د ملي پولیسو ۴۰۰ تنه ورغلل چی په دغه سیمه کې ملکي دندې په غاړه واخلي. چارواکي وايي چې دغه پولیسان د پخوا برعکس ښه تربیه شوي او حکومت ته وفادارده دي او په اداري فساد لټار نه دي.

د آمریکا په مشرۍ قواوو ویلي دي چې دوی اوس د مارجې ولسوالۍ مهمې لارې او بازارونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي. خو د ناټو قوماندانان وايي چې د ټولې مارجې د خوندی کولو دپاره یوې میاشتې وخت ته ضرورت شته ځکه قواووې د غلچکیو ډزو او ښخو سوو ماینونو سره مخامخ دي.

د آمریکا په مشرۍ ګډو قواوو د فیبرورۍ پر ۱۳ مه نېټه د مارجې پر ولسوالۍ باندې عملیات پیل کړل.

د ع ملیاتو د پیل راهیسې د ناټو ١٢ عسکر، ۴۰ طالبان او ۱۶ ملکي کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG