د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان رسمي خبري کوي


هند او پاکستان به د پنجشنبې په ورځ د فیبرورۍ پر ۲۵ مې نېټې باندې، د ۱۴ میاشتو وروسته بیا د سره رسمي خبري پیل کړي. دغه خبري په بمبيي کې د تروریسي حملې وروسته ودریدې.

متن: د هند او پاکستان ترمینځ د خبرو پیل هند وکړ. د خبرو دغه لړۍ وروسته له هغه نه ودرېده چې په هند کې تروریستي حملې وشوې او هند یې ملامتي په پاکستان کې دیره، پر لشکر طایبې باندې وراچوي.

خو د جان هاپکین د پوهنتون څخه والتر اندرسن وايي چې پاکستان هم غواړي چې د سولې خبري پیل شي هغه داسي وايي ،، په حقیقت کې د پاکستانیانو دپاره د سولې د خبرو بیا پیلیدل ډیر مهم دي او پاکستانیان یې هم غوښتونکي دي خو پوښتنه دا ده چې آیا پاکستان، په دغه ملک کې د میشتو تروریستانو پرضد په کافي اندازه اقدام کوي او که نه په تیره بیا د هغو کسانو پرضد چې د هند په تروریستي حملو کې یې لاس درلود،،.

خو په دې ورستیو کې د هند د پونې په ښار کې د بلي تروریستي حملې کیدلو، چې د فیبرورۍ پر ۱۳ مې نیټې باندې وشوه په دغه ملک کې یې یو لړ داخلي سیاسي جنجالونه راپورته کړي دي او هند یې د یوداسي ستونزې سره لاس او ګریوان کړی چې په مشکل سره د پاکستان سره د سولې د خبرو بیا پيلیدل یو پرځایه اقدام بللای شي.

د هند د باندنیو چارو وزیر (اس ام کریشنا) د هند تلویزون ته یې وویل چې د پاکستان سره د سولې د خبرو تصمیم د پونې د تروریستي حملې مخکي نیول شوی و او دا یې هم وویل چې کله د دواړو ملکونو د باندنیو چارو د وزارتونو سکرټړان په نوې ډیلې کې سره وګوري نو دغه موضوع به د سولې په خبرو کې شامله نه وي.

د بلي خوا د آمریکا د نړیوالو ستراتېژیکو مطالعاتو له مرکز څخه (تیریسیتا شفر) بیا وايي چې د هند او پاکستان تر مینځ خبري اوس هم د اهمیت وړ دي.

هغه داسي وايي ،،زما په آند هغه څه چې دغو دواړو ملکونو ته په کار ده چې و یې کړي دا ده چې باید پر دې خبري وسي چې د هند او پاکستان ترمینځ د اړیکو راتلونکې به څه ډول وي او دغه راز د ښه اړیکو د جوړولو اساس به څه وي،،.

د نوي ډیلۍ څخه ریپوټونه وايي چې هند به د خبرو پر مهال په پاکستان کې مییشتو تروریستي ډلو په باب خبري وکړې چې د هند ضد دي.

په عین حال کې د هند د د فاع وزیر ( ای کې انتوني) وايي چې د هندي کشمیر په سیمه کې د پاکستان څخه د تندروانو راوښتل مخ پر زیاتیدو دي.

هغه داسي وايي ،،دغې ډلې د سرحد آه خوا ته د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي او همدغه یې دلیل دی چې اوس دې خوا ته رااوړي. دا په دې معنی ده چې دغې تروریستي ډلې ډیرې فعالې دي. همدغه زمونږ یوه غټه اندېښنه ده،،.

پاکستاني چارواکي بیا غواړي چې د کشمیر د یوې لسیزې اوږې ستونزې په باب خبري وکړي. پاکستان دغې مسله ته خورا ارزښت ورکوي.

د بلي خوا د کشمیر د بیلتون غوښتونکو مشر ( میرویس عمر فاروق) خبریالانو ته په هندي کشمیر کې وویل چې په پام کې لري نوي ډیلۍ ته سفر وکړي او هلته مخکي له دې چې د دواړو ملکونو ترمینځ خبري پیل شي د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت د سکرتړي سره وګوري.

هغه داسي وویل ،،زه به د کشمیر د خلګو پیغام د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت سکرتړ ته وړاندي کړم او ورته و به وایم چې د کشمیر خلګ به دغه خبرو ته هغه مهال ښه راغلاست ووايي چې د کشمیر د جنجال مسله هم په اجندا کښي شامله وي،،.

خو د آمریکا د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو له مرکز څخه( تیریسیتا شفر) بیا وايي چې هند او پاکستان لا تر اوسه دې ته آماده نه دي چې دغه رازغټه موضوع حال کړي.

هغه وايي ،،د دې لپاره چې د دواړو ملکونو ترمینځ د خبرو لړۍ بریالۍ سي باید دواړې خواوې پر دې غور وکړي چې ایا هغه څه چې یو اړخ یې غواړي بل اړخ یې مني او که نه،،؟

خو د جان هاپکین پوهنتون څخه والتر اندرسن بیا وايي چې که چیري دواړې خواووې یواځي پر تروریزم او کشمیر باندې بحث وکړي، نو دغه خبري به هیڅ مثبتې نتیجې په پای کې ونلري.

هغه داسي وايي ،،د دواړو ملکونو ترمینځ د خبرو پر مهال که چیري ددغو مسلو نه پر یوې مسلې باندې هم خبري وشي نو زه فکر نه کوم چې دویم بحث دي وشي، د دواړو ملکونو ترمینځ خبري به سمدستي ودریږي،،.

خو د سیاسي چارو مبصرین بیا په دې آند دي چې د دواړو ملکونو ترمنیځ اړیکې ډیرې مهمې دي، په دې خاطر نه چې ښه نتایج به په پای کې ولري بلکې د دغه راز خبرو کیدل به په راتلونکې کې د دواړو ملکونو ترمینځ د نورو خبرو لاره هواره کړي.

XS
SM
MD
LG