د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو قوماندان د افغانانو نه بخښنه غوښتې


د افغانستان حکومت وايي چې د ناټو د قواوو د دوشنبې د ورځې په هوايي برېد کې د ۲۷ ملکي کسانو مرګ ژوبله د توجیه وړ نه ده. دا په داسي حال کې ده چې د آمریکا په مشري د متحده ملکونو ګډ عملیات د افغانستان په جنوب کې ادامه لري او د ناټو چارواکو ویلي دي چې دغه هوايي برید مخالفین په نښه کړل.

څرنګه چې جنګ زور اخلي، مخ پر زیاتیدونکي ملکي کسان د جنګ په مینځ کې ګیر پاته دي. د افغانستان په هلمند ولایت کې ملکي کسان بیا د یوې بلې جنازې دپاره آماده ګي نیسي او د کورنۍ یو غړی خاوره ته سپاري. د وژل شويو کسانو له جملې نه د یوه کس د کورنۍ غړي وايي چې د ناټو په وروستۍ بمبارۍ کې د دغه کس ورور ووژل شو.

د پېښې د یوه قرباني ورور سید ولي داسي وايي ،،د ناټو په بمبارۍ کې زما وررو ټپي شو، ما هغه روغتون ته ورسوه خو هغه هلته وفات شو او ما خاورو ته وسپاره،،.

ولي د هغو زرګونو بې ځایه شویو افغانانو له جملې نه دی چې د مارجې د عملیاتو په خاطر یې خپل کور او کلی پریښی دی. هغه وايي چې په هوايي بمبارۍ کې یې پلار هم ووژل شو. د متحدو قواوو قوماندانانو د پېښې له امله بخښنه وغوښته.

د متحدو قواوو ډګر جنرال (نیک پارکر) په دې اړه داسي وویل ،،مونږ په دې ډير ښه پوهېږو چې که چیري مونږ هغه خلګ ووژنو چې د ساتلو او ژغورلو دپاره یې هڅې کوو، نو زمونږ اعتیبار ته سخته صدمه رسېږي نو په همدغه دلیل دا مونږ ته ډیره مهمه مسله ده چې د دغه راز پېښو د کیدلو نه مخنیوی وکړو،،.

په عین حال کې افغان چارواکي او سیاسي مبصرین په دې باور دي چې د ملکي خلګو وژل کیدل به د یاغي ګرۍ ضد مبارزې باندې ناوړه تاثیر وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړې میرمن شکریه بارکزۍ په دې باب داسي وايي ،،زمونږ دپاره، د افغانستان د خلګو دپاره دا ډیره ستونزمنه خبره ده چې پرې پوه شو چې ولي ملکیان مري،،.

د ناټو قواوو د ملیکانو د وژل کیدو نه د مخنیوي دپاره یو لړ اقدامات نیولي دي خو د ناټو نوې تګلاره په مارجه کې د یوه امتحان سره مخامخ ده.

د آمریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس په دې باب داسي وايي ،،جنرال مکریستل ډیر زیات زیار باسي چې د ملکیانو د وژل کیدو نه مخنیوی وکړي خو یو حقیقت دا دی چې طالبان د خلګو په مینځ کې پټېږي او د خلګو نه د یوه سپر په توګه کار اخلي، په واضیح توګه دغه کار د جنګ په سیمه کې د قوماندان د تصمیم نیولو پروسه مغلقوي،،.

ددغې مسلې سره د ناټو عمومي منشي فاګ راسموسن هم موافق دی او داسي وايي ،،مونږ ټول پوهېږو چې طالبان د ملکي خلګو نه، ښځو او ماشومانو نه د سپر په توګه کار اخلي او دوی پر بامو باندې په قصده دروي . طالبان د ملکي کسانو په قصه که نه دي،،.

د ناټو عمومي منشي فاګ راسموسن وايي چې د ملګرو ملتونو احصایې ښيي چې د افغانستان په جګړه کې د زیات شمیر ملکي کسانو د وژل کیدو مسولین طالبان دي.

په عین حال کې نظامي مقامات وايي چې د مارجې عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي خو سوکه دي. د مارجې ولسوالۍ ته د اونۍ په پای کې ۲۰۰ افغان ملي پولیس ورورسیدل. دا په داسي حال کې ده چې متحدو قواوو د ضرورت وړ خلګو ته کمپلې او خوراکي مواد ورکړل .

د سمندري قواوو څخه تورن کریس داسي وايي ،،زیات شمیر خلګو په دې سیمه کې د طالبانو سره په ګډه ژوند کړی دی او دوی د هغو طرفداري کوي چې د دوی امنیت تامین کړي. نو مونږ ته په کار ده چې د خلګو دپاره کار وکړو او ځان ته یې را واړوو، که چیري مونږ دا کار وکړو نو د طالبانو پر ضد په مبارزه کې به زمونږ سره مرسته وکړي،،.

XS
SM
MD
LG