د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د طالبانو جگړه سوکه شوې


ناتو یوه مطبوعاتی اعلامیه چه نن خپره شوه وایی چه دافغانستان په جنوب کی یی د طالبانو په خلاف د جنگ رفتار په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کی سوکه شوی دی.

دناتو اعلامیه زیاتوی دمارجی داولسوالئ ځینی اوسیدونکي چه دجنگ په وجه دخپلو کورونو نه ولی ؤ بیرته په هغو سیمو کی خپلو کوورنو ته راستنیږی چه ارامی په کی راغلی ده.

د ناتو دا اعلامیه وایی په داسی حال کی چه دسړکونو په غاړه ایښودل شوی بمونه او د چریکانو حملی دمارجی په شاوخوا کی اوس هم خطر متوجه کوی، دمارجی په مرکز کی د دښمن دجنگیالو سره دایتلافی عسکرو نښتی کمی شوی دی.

ناتو وویل چه تراوسه پوری دمارجی دجنگ دشروع کیدلو نه وروسته دهلمند په مرکز لشکرگاه کی دری زره شپږه سوه کورنیو نومونه د بی کوره شوو خلکو په نوم ثبت کړی دی.

ناتو وایی چه دخلکو دزړونو گټل او د ملاتړ لاس ته راوړل یی په جنوب کی ناتو دنظامی عملیاتو په دوران کی یو مهم هدف دی.

خو که څه هم چه ناتو دملکی خلکو د تلفاتو دکمولو لپاره یو لړ سخت قیودلات لگولی دی اوس هم په جنگ کی ملکی خلک وژل کیږی.

په عین وخت کی د قندهار د ولایت پولیسو راپور ورکړ چه یوه موټرسایکل سوار ټوپکوالا نن د ولایت یو لوړ رتبه مامور وویشته او ویی واژه.

د پولیسو دقوماندان مرستیال محمد شاه فاروقی وویل چه د قندهار د اطلاعاتو او کلتور ریس عبدالمجید بابی نن په داسی حال کی ولگیده چه خپل کار ته روان ؤ.

قندهار دهلمند گاونډی ولایت دی، چیری چه دامریکا او ناتو پوځونه لگیا دی دمارجی په اولسوالئ کی دطالبانو په خلاف پراخه او ستر نظامی عملیات سرته رسوی.

ویل کیږی چه دمارجی په جنگ کی طالبان ډیر کلک مقاومت کوی. پوځی قوماندانان وایی چه په جنگ کی دملکی خلکو خوندی ساتل ورته خورا زیات اهمیت لری.

دسه شنبی په ورځ په افغانستان کی دامریکا او ناتو د قواو عمومی قوماندان جنرال میک کریسټل شخصا دافغانستان د خلکو نه دارزگان په ولایت کی دناتو دهوایی قواو په بمبارئ کی څو ورځی مخکی د اوه ویشتو ملکی کسانو دوژل کیدلو له امله بښنه وغوښتله.

جنرال میک کریسټل خپل پیغام خلکو ته دیوی ویدویی وینا په وسیله ورساوه چه په پښتو او دری ژبو باندی ترجمه کیدله او دافغانستان دتلویزون نه خپره شوه.

په عین وخت کی د قندهار د ولایت پولیسو راپور ورکړ چه یوه موټرسایکل سوار ټوپکوالا نن د ولایت یو لوړ رتبه مامور وویشته او ویی واژه.

د پولیسو دقوماندان مرستیال محمد شاه فاروقی وویل چه د قندهار د اطلاعاتو او کلتور ریس عبدالمجید بابی نن په داسی حال کی ولگیده چه خپل کار ته روان ؤ.

XS
SM
MD
LG