د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر:  پاکستان چمتو دی چی ملا برادر افغانستان ته وسپاری


د افغانستان د جمهوری ریاست مطبوعاتی دفتر د یو بیان له مخی د کورونیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلی چی د پاکستان حکومت افغانستان ته د ملا برادر اخوند او ددغه هیواد په زندانونو کی د نورو پرتو افغان طالب بندیانو د سپارولو په باب د جمهور ریس د حکومت غوښتنه منلی ده.

دا بیان وایی چی اتمر دا څرګندونی نن په ارګ کی په هغی غونډی کی کړی چی د افغانستان د امنیتی حالاتو د څیړنی لپاره د جمهور ریس حامد کرزی په مشری جوړه شوی وه.

ددغه بیان له مخی اتمر د پاکستان صدراعظم سید یوسف رضا ګیلانی او د کورونیو چارو وزیر رحمان ملک سره په اسلاماباد کی د چهارشنبی د ورځی خبری ګټوری بللی او ویلی دی چی پاکستان د یوی موافقی په ترڅ کی افغانستان ته په جنایی پیښو کی د ګرمو افغان بندیانو د سپارولو د پاره هم چمتووالی ښودلی دی .

د آفغانستان د جمهوری ریاست له خوا ددغه بیان د خپریدولو دمخه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نطاق زمری بشری پدغه وزارت کی یو خبری کنفرانس ته په وینا کی وویل چی په اسلام اباد کی درحمن ملک سره د اتمر چهارشنبی د ورځی په خبرو کی د امریکا د ایف بی آی د اداری ریس رابرټ میوولر هم برخه لرله .

بشری ووبل چی پدی کتنه کی د تروریزم محدره موادو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحد په اوږدو کی د امنیت ټینګښت او د بندیانو د تبادلی په مسلو خبری شوی دی چی هغی ډیری ګټوری وبللی:

((ددغه سفر په ترڅ کی یوازی د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سره ملاقات ونشو بلکه د هغه هیواد صدراعظم سره هم د کوریو چارو وزیر خبری او مذاکرات درلودل چی په ټولو سطحو کی له نیکه مرغه موافقه او تفاهم شتون درلود بواری کار پاتی شو د دواړو هیوادونو عدلی او حقوقی ادارو ته تر څو هغوی کار وکړی او زمینه د قوانیونو له پلوه مساعده کړی ))

بشری افغانستان ته د افغان بندیانو د سپارولو د نیټی په باب وویل چی پدی هکله دی څه نشی ویلی خو هغه زیاته کړه چی دا کار به لږ وخت واخلی. په اسلام اباد کی د امریکا سفارت هم په یو بیان کی د چهارشنبی د ورځی ددغو دریو چارواکو غونډه ستایلی او هغه یی جوړونکی غونډه بللی ده ږ د امریکا سفارت په بیان کی د اتمر ، ملک او میوولر دا ګډه غونده د دری اړخیزو غونډو د هغی لړی یوه برخه ګڼل شوی چی تیر کال په واشنګټن کی د دغو دریو چارواکو تر منځ پیل شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هم په یو بیان کی د دریو هیوادونو د کورنیو چارو د چارواکو د چهارشنبی غونډه ګټوره بللی ویلی دی چی ډیر ژر به یوه بله دغسی غونډه هم د همدغو چارواکو ترمنځ جوړه شی.

XS
SM
MD
LG