د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت وايي مارجه یې ونیوله


د مارجې په ولسوالۍ کې چې افغان او د ناټو قواووې د پاتې یاغیانو سره په جګړه بوخت دي، د افغان امنیتي قواوو د افغانستان ملي بیرغ اوچت کړ. مارجه د طالبانو پخوانی قوي مرکز و.

نن د پنجشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان چارواکو په رسمي ډول اعلان وکړ چې په دغه ولسوالۍ کې د افغانستان حکومت حاکم دی.

ددغو عملیاتو دویم پړاو چې په کښي ۱۵ زر گډو عسکرو برخه اخیستې ده، دا دی چې د مارجې د ولسوالۍ خلګو ته حکومتي خدمات برابر شي.

چارواکو د څو ورځو په ترڅ کې د ډیرو لږو نښتو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې د سیمې هغه اوسیدونکي چې د شخړو له کبله د سیمې نه وتلي وو، بیرته یې سیمي ته راتګ پیل کړی دی.

د ناټو د قواوو قوماندانانو ویلي دي چې د افغانستان د خلګو د باور او اعتیماد ګټل د افغانستان په جنوب کی ددوی د عملیاتو اساسي هدف دی، خو که څه هم چې ناټو د ملکي خلګو د خوندیتوب دپاره په جګړه کې یو لړ سخت قوانین وضع کړي دي خو بیا هم د عملیاتو په ترڅ کې ملکي وګري وژل سوي دي.

په عین حال کې د ناټو قواوو موافقه کړې چې د افغانستان د ملي امنیتي قواوو د روزلو دپاره به ۶۰۰ نور نظامي روزنکي افغانستان ته واستوي.

XS
SM
MD
LG