د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو یو مشر د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی


د پاکستان استخباراتي مامورین وايي چې د طالبانو هغه مشر چې په کراچۍ کې یې د آمریکا د قونسلګرۍ په چاودنه کې لاس درلود، په هغو ۱۳ کسانو کې دی چې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوي دي.

چارواکو پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې محمد قاري ظفر او د طالبانو دوه نور قوماندانان د چارشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې چې د افغانستان سره سرحد ته نېژدې موقعیت لري ووژل شول.

بې پیلوټه الوتکې د طالبانو یوه کلا او د میرامشاه په ښارګوټې کې د یاغیانو یو موټر په نښه کړ.

ظفر د ( لشکر جنګوي) د ډلې غړی و. دغه ډله سني افراطي ډله ده چې د القاعدې د ترهګرو سره اړیکې لري او په پاکستان کې لغوه شوې ده.

د آمریکا حکومت ادعا کوي چې ظفر په کال ۲۰۰۶ کې د کراچۍ په ښار کې د آمریکا پر قونسلګرۍ باندې په بمي حمله کې لاس درلود. په دغه چاودنه کې آمریکايي ډیپلومات ډیویډ فوای او درې نور پاکستانیان ووژل شول. آمریکا د ظفر په باب معلوماتو دپاره ۵ میلیون ډالره انعام ټاکلی و.

XS
SM
MD
LG