د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې صدراعظم: څوک باید تر قانون ځان لوړ و نه بلي


د ترکیې صدراعظم ( رجب طیب اردووان ) وایی چی هیڅوک باید چی ځان تر قانون لوړ ونه بولي.هغه دا وینا پرون د جمعې په ورځ وروسته له هغه پارلمان ته وکړه چی ١١ تنه نور عسکري صاحب منصبان یې هم د ٢٠٠٣ کال د کودتا دد سیسې په اړه ونیول

وروستي نیول سوي مشکوک کسان دوه د سمندري قواوو ستر جنرالان او یو متقاعد جنرال دی. هغوی به ترڅو چی محاکمه یې شروع کیږی په زندان کی وي.

چارواکو ددغی دسیسې په ارتباط تر اوسه پوري ټول ٣١ صاحب منصبان نیولي دی چی په دې ډول د حکومت او اردو تر منځ تاوتریخوالي زیات سوی دی.

محکمې مخکي د اردو درې لوړ رتبه متقاعد صاحب منصبان د تحقیقاتو نه وروسته آزاد کړل. څارنوالانو وویل چی په دغو درو تنو باندی سمدستي کوم تورونه نه دي لگیدلي ځکه چی هغوی د ملک نه نه سی وتلای.

XS
SM
MD
LG