د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي هند ته د پرون ورځې د حملو په اړه خواخوږي څرګنده کړه


د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي نن د شنبې په ورځ په تلیفون کی د هند چارواکو ته په کابل کې د پرون ورځې د چاودنو له امله خواخوږي څرګنده کړه. په دغو چاودنو کې ۹ تنه هندي اتباع ووژل شول.

د هند حکومت یوه بیانیه خپره کړې او په کښی ویل شوي دي چې د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي د هند د صدراعظم منموهن سینګ سره خبري وکړې او ژمنه یې وکړه چې د پرون ورځي د پېښې تحقیقات به په بشپړه توګه کوي. په بیانیه کې دا هم راغلي چې ښاغلي منموهن سینګ د پرون ورځې د پېښي په باب خواشیني څرګنده کړه.

د جمعې په ورځ یاغیانو د کابل په ښار کې د هغو هوټلونو شاوخوا ته چې بهرنیان په کښي ژوند کوي یو لړ ډزې او ځانمرګه بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ۱۶ کسه ووژل شول چې د هند د باندنیو چارو د وزارت په وینا ۹ تنه یې هنديان وو. د وژل شویو هندي اتباعو په ډله کې ددغه حکومت رسمي مامورین هم شامل وو.

په دغو چاودنو کې یو ایټالوی ډیپلومات، یو فرانسوۍ تبعه او درې د افغانستان ملي پولیس هم ووژل شول. همدارنګه په پېښه کې ۳۸ کسه ټپي هم دي.

طالبانو ددغې حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

کابل د جنورۍ د نیماۍ را په دیخوا کله چې طالبانو حمله وکړه او لږ تر لږه ۵ تنه یې ووژل او ۷۰ تنه یې ټپیان کړل، نسبتاْ آرام و.

XS
SM
MD
LG