د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې ځانمرګه حمله وکړه


پاکستاني چارواکي وايي چې یوه ځانمرګه بریدکونکي د پاکستان په صوبه سرحد کې د پولیسو یو مرکز په نښه کړ او لږ تر لږه ۴ کسه یې ووژل.

چارواکي وايي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې دوه د پولیسو افسران او یو ماشوم هم شامل دی.

چارواکي وايي چې په دغه چاودنه کې په لسګونو تنه ټپي هم شول. چاودنه د صوبه سرحد د ( کرک) په ښارګوټي کې چې د پېښور ښار نه ۱۵۰کیلومتره لېري پروت دی، سوې ده.

د پولیسو یو محلي آمر او عیني شاهدان وايي چې چاودنه د پولیسو د سټیشن د عمومي دروازې مخی ته وشوه.

چارواکي وايي چې چاودنې یو نېږدې جومات هم وران کړی دی.

د پاکستان حکومتي خبري آژانس وايي چې د پاکستان جمهور ریْس زرداري او صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په کلکه دغه چاودنه وغندله او هوډ یې وکړ چې د تروریزم پر ضد به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

په عین حال کې پولیس وايي چې یوه نامعلوم سړي نن د شنبې په ورځ په صوبه سرحد کې په یوه ځای کی چی مذهبي مراسم تر سره کیدل ډزې وکړې او یو کس یې وواژه او څو تنه نور یې ټپیان کړل .

XS
SM
MD
LG