د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند، خوست او کنړ کې د ناامنۍ پیښې شوي


د هلمند ولایت چارواکي وايي د سرک د غاړې د بم په چاودنه کې ١١ ملکی خلک وژل شوي دي.

دغه کسانو د نوزاد په ولسوالۍ کې په یوه تراکتور کې سفر کاوه چې د سرک د غړې په بم وربرابر شو.

د هلمند د والي ویاند د پیښې پړه پر طالبانو ور اچوي.

هاخوا، د افغانستان ددفاع وزارت ويلي چې دکونړ په ولايت کې شپاړس تنه مشکوک کسان نيولي اودوسله والو مخالفينو پر يو بريد يې دخپلو څلورو تنو پوځيانو دټپي کی دو خبرهم ورکړى.

دافغانستان د ملي وزارت يوه مطبوعاتي چارواکي محمدظاهر مراد مطبوعاتو ته ويلي چې تېره ورځ ناوخته دملي اردو ددوه سوه لومړي سيلاب قول اردو اړوند ددويمې لوا پر پوځيانو د دولت وسله والو مخالفينو دکونړ په ولايت کې بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ددوي څلورتنه پوځيان ټپيان کړل.

دى وايي دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ددوي پوځيان دسرکاڼو په ولسوالۍ کې په يوه قومي غونډه کې له ګډون وروسته بيرته خپل مرکز ته دراستنديو په حال کې وو.

ظاهر مرادوايي تر دغې پېښې وروسته دملي اردو پوځيانو سيمه وپلټله چې په ترڅ کې يې پنځه ميله کلاشينکوف،يو ميل راکټ انداز يوه پيکا ماشينداره او يوه اندازه وسلې اومهمات هم لاسته ورغلل.

د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې ټپلې لاتردې دمه ددغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي .خوديوشمېر نوروبريدونو په ترڅ کې يې داخلي اوبهرنيوقواووته دمرګ ژوبلې اړولو دعوې کړې دي.

افغان اوايتلاف قواوو لاتردې دمه ددغو دعو په اړه څه نه دي ويلي . بل لورته هم ددولت وسله والو مخالفينو دکابل جلال اباد پر لاره دايتلاف قواوو پر يومرکز دبريد اوهغوي ته دمرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.

په سيمه کې پرتو ايتلافي قواوو دمخالفينو بريد مني خووايي چې کومه مرګ ژوبله په کې نه ده رامنځته شوې.

په دې وروستيو کې دافغانستان دختيځو ولايتونو په شمول دهېوادپه مرکزي برخه کې دوسله والو بريدونو چاودنو او ځان مرګو بريدونو پیښې زياتې شوې دي دسيمې خلک اوکتونکي د دا ډول بريدونو زياتوالى دامنيت پروړاندې يو لوى ګواښ بولي.

د یوه بل رپوټ له مخې، د خوست ولايت كې د سرحدي پوليسو په موټر بمې چاودنه شوي چې له امله يي څلور پوليس وژل شوي يو بل ټپي شويدى.

د خوست ولايت دتريزيو په ولسوالۍ كې نن له غرمې مخكې دسرحدي پوليسو په موټر دسرك دغاړې بمي چاودنه شوي چې له امله يي څلور پوليس وژل شوي او يو ټپي شويدى.

په خوست كې دسرحدي پوليسو دلومړي لوا درستيزوال شېراحمد كوچۍ وايي چې پېښه دتريزيو ولسوالۍ دهارون خيلو په سيمه رامينځته شوي چې له امله يي څلور پوليس وژل شوي ، يو ټپي شوي او موټر يي هم ويجاړ شويدى .

وسله والوطالبانو د چاودنې مسووليت پرغاړه اخيستى او وايي چې څلور سرتيري يي پكې وژلى.

همدا ډول وسلوالو طالبانو رسنيو ته ويلي چې دپكتيكا ولايت د سروضې ولسوالۍ په يوه اړونده سيمه كې يي دري وسلوال غله نيولي دي چې دسرنوشت په اړه به وروسته پريكړه كوي .

وسلوال طالبان وايي چې له غلو څخه يي دري كلاشيكوف اويوه سراچه موټر هم د دوى لاس ته ورغلي دي.

دپكتيكا امنيه قوماندان دولت خان ځدران رسنيو ته ويلي چې دوي هم ددغو غلو په اړه معلومات ترلاسه كړي وو خو كله امنيتي ځواكونو د دوى دنيولو لپاره لاړ غلو له سيمې پښې سپكې كړي وى .

له بلې خوا په خوست كې د دوه سوه درې تندر قول اردو، د لومړي لوار درستيزوال جنرال ظهير وردګ وايي چې تيره ورځ د خوست او ګردېز په لويه لار د دوه منده ولسوالۍ په سيمه كې د ملي اردو او وسلوالو طالبانو ترمينځ نښته شوي چې له امله يي دده په وينا دري وسلوال طالبان وژل شوي او يو دملي اردو سرتير هم پكې ټپي شويوو.

وردګ زياتوې نښته هغه مهال رامينځته شوه چې وسلوالو طالبانو د سړك جوړونې ديو شركت په كاركوونكو وسله وال بريدوكړ او دملي اردو سرتيرې يي مرستې ته ورغلل .

همدا ډول دخوست په ښار كې دملي اردو په يو موټر دميقناطسي ماين چاودنه شوي .

جنرال زهير وردګ وايي پدې چاودنه كې دملي اردو سرتيرو ته زيان ندي اوښتي خو يو ملكي وګړي پكې ټپي شوي ده .

وسلوالو طالبانو د دواړو د بريدونو مسوليت پرغاړه اخيستى او ادعا كوي چې په دواړو پيښو كې يې دملي اردو لسو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولي دى .

دغه پېښې په خوست كې پداسي حال كې رامنځته كيږي چې پدغه ولايت او دپكتيا په يو شمير ولسواليو كې دكمان په نوم تصفيوي عمليات روان دې چې داړونده چارواكو په وينا تر اوسه يي پدې عملياتو كې يو شمير كسان له وسلوالو طالبانو سره دتړاو په تور نيول شوي او په لسګونو ښخ شوي ماينونه يي شنډ كړيدى.

XS
SM
MD
LG