د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د جمعې د ورځې حملې د نړۍ په مطبوعاتو کې


طالبانوپه کابل کې د جمعې په ورځ د ښار په مرکزې برخه کې ځان مرگي حملې وکړې او داسي یې وښودله چې دوی اوس هم د کابل ښار ته خطر متوجه کولای سي. د بلی خوا داسي ښکاري چې د امریکا اوناټو قواوي په هلمند کې د عملیاتو څخه وروسته په کندهار کې د پراخو عملیاتو د پیل کولو خیال لري.موږ په دغه ارتباط د باسټن گلوب او واشنگټن پوسټ د ورځپاڼوتبصرې را اخیستي دي.

د باسټن گلوب ورځپاڼه د شنبې د ورځې په گڼه کې لیکي چې په دغو عملیاتو کی په کابل کی د ایټالیې د سفارت د استخباراتو د ریس مرستیال پیټر انتونیو کولازو ، شپږ تنه هندیان او یو شمېر افغانان ووژل سول. دغه حملې طالبانوپه داسی وخت کی وکړې چی د هلمند په ولایت کی یې پرله پسې ماتي خوړلي او د مارجې دولسوالۍ کنټرول یې له لاسه ورکړی اوڅه باندی لس تنه مشران نیول سوي دي.په کابل کی د طالبانو د تازه حملو څخه داسي ښکاري چی دوی غواړي دا وښیي چې دوي اوس هم خطرناکه قوه ده او کولای سي د کابل په مرکز کی حملې وکړی.

د باسټن گلوب ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې چې جنگ روان وود طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهدد اسوشییټډ پریس خبري اژانس ته په ټلفون کې وویل چی دا د طالبانو کار دی او موږ پنځه تنه ځان مرگي حمله کونکي هغو دوو ځایونو ته لېږلي دي چی خارجیان پکښی هستېږی.

ورځپاڼه لیکي د اکټوبر د اتمې راهیسی چی یوه ځان مرگي د هند د سفارت څخه د باندید موټر بمب په چاودنه کې اوه لس تنه ووژل دا تر ټولومرگانی حمله وه. د کال ٢٠٠٨ د جولای په میاشت کی یوه ځان مرگي د هند د سفارت په خوله کې څه باندې شپېته تنه ووژل او د هند حکومت د هغی حملې پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارې واچوله.ورځپاڼه لیکي که څه هم چی د جمعې د روځی د حملو څخه وروسته هند تر اوسه پوري دغه راز ادعا نه ده کړې خود دونه زیاتو هندوانو وژل کېدل خلکو ته داسی فکر پیدا کوی چی دغه وروستی حمله به هم د دواړورقیبو گاونډیانو ترمنځ، چی دواړه د افغانستان په چارو کی ډېرزیات لاس لری، له دښمنیو سره اړه ولری.

د بلی خوا د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی په داسی حال کی چی د متحده ایالاتو قواوي د هلمند له جنگونو څخه بې غمه سوي دي، د اوباما د حکومت مقاماتو د جمعې په ورځ وویل چی متحده ایالاتود روان کال په پای کی په کندهار کی د یوه نسبتا لوی او پرله پېچلي یرغل دپاره تیاری نیولی دی.د اوباما د حکومت یوه عالی رتبه مقام د جمعې په ورځ وویل دمارجې عملیات د کندهار دپراخو عملیاتودپاره یوه مقدمه ده .حکومتی مقاماتو دا ونه ویل چی د کندهار یرغل به کله پیل سی خو پوځی مقاماتو ویلي دي چی دا عملیات به د پسرلي په پای او یا د اوړي په سر کی وروسته له هغه پیل سی چی د متحده ایالاتو نوري قواوي هغی سیمی ته ورسېږی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د جمعې دورځی په گڼی کی د امریکا د یوه عالی رتبه مامور له قوله چی د نامه د نه یادېدلو په شرط یې خبری کولې وویل چی په کندهار کی د روان کال په عملیاتو کی تر ټولو مهمه خبره دا ده چی موږ بایدد خلکو د امنیت غم وخورو او ملکیان باید ونه وژل سی. ده وویل چی مارجه مقدماتی عملیات دي او د کندهار د عملیاتو دپاره یو ډول تیاری دی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی متحده ایالاتود مارجې د یرغل د پیل کولو څخه څو هفتې مخکی په هغه باره کی رپوټونه خپاره کړل او داسی ښکاری چی امریکا دغه رپوټونه پر کندهار باندی د حملې د مقدمې په توگه خپروی.له کندهار څخه د طالبانو د ایستلو دپاره هر ډول عملیات به د مارجې سره ډېر زیات توپیر ولری.د متحده ایالاتو عسکرود مارجې د عملیاتو په دیارلسمه ورځ په هغه اولسوالي کی بیرغ پورته کړ مگر په کندهار کی به عملیات پر له پېچلی وي اواحتمال نه لری چی د متحده ایالاتوډېر زیات عسکر دي هغه ښار ته ننوزي بلکه کوښښ به وکړي چی طالبان د دغه ښار پر شاوخوا باندی له کلیواو ښارگوټو څخه وباسی .

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی کله چی د راتلونکي ډسامبر په میاشت کی جمهوریس اوباماد افغانستان د جنگ پر ستراتیژی باندی بحث کوي نو په کندهار کی بری او ناکامي به یې تر ټولو مهمه مسله وی.جمهوریس اوباما به تر هغه وخته پوری په میاشت کی یو ځل د امریکا له قوماندانانو سره ویډیویی کنفرانسونه کوي او هغوی به د روان جنگ په باره کی خپل نظریات په لیکلي ډول ورته رالېږی.

ورځپاڼه لیکی مقاماتو په سپینه ماڼۍ کی خبریالانو ته وویل چی د مارجې عملیات له ښار څخه د طالبانو په ایستلو کی بریالي وه او دلته هلته یو څه مقاومت روان دی.دوی وویل ا وس مهمه خبره دا ده چی متحده ایالات د افغانستان له حکومت سره دبیا ابادولوپه پروژو کی مرسته کولای سی کنه او په هغه سیمه کی چی په دې وروستیو کلونو کی د تریاکو تجارت هر څه نیولي وه له اداری فساده خلاصه اداره جوړولای سی کنه. د امریکا د حکومت یوه مامور وویل خلک د لومړی سره په موږ باور نه کوي. موږ باید د هغوی اعتماد په خپل عمل سره ترلاسه کړو.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی په دې وروستیو شپو ورځو کی د متحده ایالاتو مقاماتو رپوټ ورکړ چی د افغانستان په جنوبی سیمه کی په عملیاتو برسېره یې نور غټ بریالیتوبونه هم ترلاسه کړي دي او د پاکستان حکومت د طالبانود لویو مشرانوپه نیولو کی ډېره زیاته همکاري کړې ده .

ورځپاڼه لیکي د متحده ایالاتو پوځ پر دې برسېره د پاکستان په خاوره کی د طالبانو او القاعده د مشرانو د وژلو دپاره د بې پیلوټه ډرون الوتکو پر حملو باندی هم زور اچولی دی. که څه چی دوی په عامه دا حملې نه تاییدوی.جنرال سټېنلي مک کریسټل په افغانستان کی ددغه راز الوتکو حملې ډېری محدودي کړی دي ځکه چی وایی په دې حملو کی ملکیانو ته د تلفاتو د رسېدلو خطر زیات دی او که ملیکان ووژل سی نود طالبانو ملاتړ زیاتېږی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی څرنگه چی د متحده ایالاتو قواوي د پاکستان او افغانستان پر گډي پولي باندې په عملیاتو کې برخه نه لری نو د ډرون الوتکو د حملو له امله ملکیانو ته رسېدلي تلفات هم چندانی نه معلومېږی. عالی رتبه حکومتی مقامات وایی ددغو حملو له امله ملکیانو ته چنداني تلفات نه دي رسېدلي. او دا چی د ملکیانو د سر او مال د ډېرو زیاتو تلفاتو په باب رپوټونه ورکول کېږی دا هسی یوه افسانه ده او کله چی د پاکستان مقامات گوري چی دغه الوتکي څونه دقیقی حملې کوي نو هغوی خوښ دي او وایی چی د ډرون الوتکو حملې باید نوري هم زیاتي سي.

XS
SM
MD
LG