د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل امنیتي مسئولینو استعفی کړې


د کورنیو چارو وزارت په کابل کی د تیری جمعی د ورځی د ځان مرګی بریدونو وروسته د کابل د پولیسو د دریو جګپوړو چارواکو له خوا ددغو بریدونو په مخنیوی کی د پاتی راتللو له امله د خپلو دندو نه د ګوښه کیدلو په باب خپاره شوی رپوټونه تاید کړی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت نطاق زمری بشری وایی چی د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر لا تر اوسه د هغوی استعفاوې ندی منلي.

بشري وویل: "پرون د کابل د امنیه قوماندانی دری تنو لوړ پوړو مسوولینو خپلی استعفی د افغانستان د کورنیو چارو محترم وزیر ته وړاندی کړلی خو ددوی استعفی د کورنیو چارو د وزیر له خوا ندی منل شوی".

د پولیسو په دغو دریو چارواکو کی د کابل امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمان رحمان د دغی قوماندانی د امنیت مرستیال پاسوال خلیل الله دستیار او د کابل ولایت د جنایی جرمنو سره د مبارزی د چارو ریس پاسوال سید عبدالغفار سیدزاده شامل دی.

د تیری جمعی په ورځ دری ځان مرګی بریدکوونکو د کابل په ښار کی په دوه ملیمسونونو بریدونه تر سره کړل چی پکی د برید کونکو په ګډون ۱۹تنه ووژل شول او ۳۸ تنه نور ټپیان شول.

د یکشنبی په ورځ جمهورریس کرزی په ارګ کی د امنیتی ادارو د چارواکو سره د کابل د جمعی د ورځی د بریدونو په مسله خبرې وکړې او له هغوی نه یی پدی برخه کی د جدی اقداماتو غوښتنه وکړه.

د افغانستان ولسی جرګی هم د شنبی او دوشنبی د ورځو په عمومی غونډو کی پدی هکله خبرې کړي او د افغانستان د امنیتی ادارو د چارواکو سره پدی برخه کی د همکاری لپاره یی د یو ګډ کمیسون په جوړولو هم موافقه کړې ده.

ولسی جرګی د شنبی په ورځ د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملی امنیت ریس ددغی جرګی عمومی غونډی ته بللی وه د بندو دروازو شاته پدی اوږده غونډه کی د ولسی جرګی د یو شمیر د غړو په ګډون د یو ګډ کمیسون په جوړولو موافقه وشوه.

د دوشنبی په ورځ ولسی جرګی غړی دی موافقی ته ورسیدل چی ددغی جرګی د څلورو کمیسونونو یو شمیر غړی د دریو امنیتی ادارو د چارواکو سره د ګډو غونډولپاره خپل استازی معرفی کړی. ټاکل شوی ددغو غونډو لړی د چهارشنبی په ورځ پیل شی.

XS
SM
MD
LG