د لاس رسي وړ اتصالات

د خوگیاڼو قوم نوې پریکړه کړې


دخوګياڼو يوې قومي شورا پرېکړه کړې چې که دهر چا په کور کې دپوډروکارخانه پيداشوه نو دوي به يې نقدي جريمه کوي اودولت ته به يې سپاري.

دخوګياڼو يوې قومي شورا يوځل بيا تر يوې ګډې غونډې وروسته پرېکړه وکړه چې دهرچاپه کوې کې چې دپوډرو کارخانه پيدا شوه دوي به دکور خاوند پنځه لکه اودمال خاوند به شل لکه افغانۍ جريمه کوي دامکان په صورت کې به يې دولت ته سپاري.

دوي به دکوکنار پر ضد ټينګه مبارزه کوي ،دغو قومې مشرانو داپرېکړه هم وکړه چې که په سيمه کې چا څوک اختطاف کړ نواختطاف کوونکۍ به پنځه لکه افعانۍ دوه غويان اويوخروار وريجې قوم ته جريمه ورکوي اوقوم به يې حکومت ته سپاري.

دغو قومي مشرانو داپرېکړه هم وکړه چې په زور او ډزو د ښځو ودول منع دي.

دغو قومي مشرانو په سيمه کې دامنيت دټينګښت ژمنه هم وکړه امان خيري چې دسيمې يوقومي مشراوحاجي زمان غمشريک وروردى ددولت پروسله والو مخالفينويې غږوکړ چې نور و دې وينو توېدو مخه ونيسي او د وينو له توئیدو دې لاس واخلي.

دغه قومي مشران وروسته له هغه په سيمه کې داډول پرېکړه کوي چې څوورځې وړاندې دهمدې شورا يومشر اوجهادي قوماندان محمد زمان په ګډون لږترلږه ٣٠تنه ديوځان مرګي بريدپه ترڅ کې ټپيان اوووژل شول.

ل خوا، ايتلافي قواوو دعوه کړې چې دکونړولايت دڅوکۍ په ولسوالۍ کې يې لږترلږه لس تنه وسله وال مخالفين ديوهوايي بريد په ترڅ کې وژلي دي .

په جلال اباد کې دختيځو ولايتونو لپاره دايتلاف قواوو يوه مطبوعاتي دفتر ويلي چې تېره ورځ ايتلافي قواوو ددغه ولايت دڅوکى په ولسوالۍ کې يوه ډله مخالفين په نښه کړل چې وروسته يې پرې هوايي بريد وکړ

ددغه دفتر په وينا په دې بريد کې لس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي خومحلي خلکو ته پکې څه زيان نه دى رسېدلى .خواخوا وسله والو مخالفينو بياپه دې بريد کې داتوتنو محلي خلکو دوژلو خبر ورکړى .

د ذبير صديقي په نوم يوتن چې ځان په سيمه کې دحکمتيار اسلامي حزب وياند راپېژني وايي چې په دې هوايي بريد کې وژل شوي کسان له يوې مخې ملکي کسان دي ده په پېښه کې دوژل شويو کسانو شمېر اته تنه وښود.

خوايتلافي قواوو بياوژل شوي کسان له يوه مخې وسله وال مخالفين بللي .ذبيرصديقي دادعوه هم کړې چې ددغه ولايت دسرکاڼو په ولسوالۍ کې يې دايتلاف قواوو پر مرکزددرنو وسلو ډزې کړي چې په ترڅ کې يې دغو قواووته مرګ ژوبله اړولې خوايتلاف قواوولاتردې دمه ددوي ددغې دعوې په اړه څه نه دي ويلي.

افغان چارواکيوهم لاتردې دمه ددغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي .له بل پلوه ددوشنبې ماسپښين مهال دهاوان ګوليو پر يو بريد څلورتنه ماشومان هم ددغه ولايت په مرکز کې ټپيان شوي دي دولتي چارواکيو ددغې پېښې پړه پرمخالفينو ورواچوله خو مخالفينو لاتر دې دمه ددغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

محلي خلکو په ټپيانوکې ديوټپي حالت داندېښنې وړبللى .امنيتي مسوولينوويلي چې دغه ټپي ماشوم يې داعلاج لپاره دايساف قواوو روغتون ته رسولى دى ،ددغه ولايت امنيه قوماندان جنرال خليل الله ضيايي ويلي چې دهوان دوه ګولى ددغه ولايت مرګزکيراړې سيمې ته څېرمه پر شخصي کورونو ولګېدې چې څلورتنه ماشومان يې ټپيان کړل .

کونړ دافغانستان يوله هغو ولايتونوڅخه ګڼل کېږي چې په دې وروستيو کې په کې دجنګ جګړو پرله پسې رپورونه تر غوږشول تېره ورځ هم افغان قواووپه دغه ولايت کې مخالفينو ته دمرګ ژوبلې اړولو دعوه وکړه اودايې هم وويل چې په جګړه کې ددوي څوتنه پوځيان هم ټپيان شوي دي .

که له يوې خوا له دغه ولايته دجنګ جګړو خبرونه تر غوږ کېږي خوله بل پلوه تېره ورځ بياپه همدغه ولايت کې کونړي سين ته داستنادي ديوالونو دجوړېدو کار پيل شو.

چې دسيمې اوسېدونکيو اوچارواکيوپه وينا ددغوديوالونو په جوړېدوسره به زرګونه جريبه زراعتي ځمکه دکرکيلي جوګه شي اونورې ځمکې به داوبو له خطره وژغورل شي ددغه ولايت والي سيدفضل الله وحيدي وايي چې پر دغې پروژې لږترلږه ٢٩ميلونه ډالر لګښت راځي چې دامريکا متحده ايالاتو له خوا ورکول کېږي.

دده په وينا دغه استنادي ديوالونه دکونړي سين پرغاړه پرتو پنځوولسواليو ته ددرې سوه اتيازرو مېتروپه اوږدوالي جوړېږي .له بل پلوه دافغانستان دملي دفاع وزارت ويلي چې تېره ورځ تروريستانو دلغمان ولايت دقرغيوپه ولسوالۍ کې ددوي پر قواوو بريد کړى چې په ترڅ کې يې ددوي يوپوځي وژل شوى اويوبل ټپي شوى دى.

XS
SM
MD
LG