د لاس رسي وړ اتصالات

په کاناډا کې د المپیک د ژمنیو لوبو پای


(عکس: AP) د وانکوورژمني المپیک د یکشنبې په ورځ پای ته ورسید او د کوربه هیواد کاناډا لپاره یې تر وروستي لوبې پورې د سروزرود ډیرو مډالونو په ترلاسه کولو سره ډیر افتخارات وگټل.

د وانکوور المپیک په یوه غمجنه پیښه پیل شو.

ځوان گرجستاني لوبغاړی نودار کماریتاشویلي د لوبو د پیل د مراسمو په ورځ د تمرین په وخت کې مړ شو.

د بین المللي المپیک د کمېټې رئیس جاکیس روگي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه غمجنه پیښه باید هیره نه شي او دا باید ټولو ته یو سبق شي.

روگي وايي: مونږ اخلاقي مسئولیت لرو چې باید دغه خبره پخه شي چې لوبې تر هغه ځایه پورې چې امکان ولري خوندي کړو.

که څه هم مونږ به په دې ونه توانیږو چې ټولې لوبې د خطرنه وژغورو او ټول لوبغاړي چه په سپورتي لوبو کې برخه اخلي پخپله هم خطر په ځان مني.

خو مونږ ته لازمه ده چې خپلې وروستۍ هلې ځلې وکړو چې لوبې محفوظې شي.

روگي وايي د یوه گرجي لوبغاړي د مرگ نه وروسته ده ته ددوو شپولپاره خوب ورنه غی.

خو په دې ویاړي چې د کاناډا خلک د خپل ملک د بیرغ په رپولو سره د وانکوور په لوبو کې خورا ښه وځلیدل.

روگي وايي: ما داسې یو حالت مخکې نه ؤ لیدلی چې ټول ښار د المپیک په لوبو کې برخه ولري.

دا یوبی نظیر منظر ؤ او لوبو ته یی یو خاص رنگ ورکړی ؤ.

جاکیس روگي وايي، ډیر شمیر کاناډایانو ده ته ویلي دي چې په وانکوور کې د المپیک لوبې کیدل ددې سبب شوي دي چې په ټول ملک کې اتحاد رامنځ ته شي چې مخکې ددې حالت تصور چا نشوای کولی.

کاناډایي لوبغاړو د سرو زرو د څوارلس مډالونو په گټلو سره ځانونه ددې وړ وگرځول چې د سپورټ په ډگرونو کې ښه څرگند شي او د ژمنیو لوبو په تاریخ کې یو ریکارډ ټینگ کړي.

د لوبو په وروستي پړاو کې دیک شنبې په ورځ کاناډايي نارینه لوبغاړو د کنگل د هاکي په لوبو کې د امریکا نه لوبه درې ددوو په مقابل کې وگټله او د لوبو وروستی مډال یې ترلاسه کړ.

د امریکا ټیم د سپینو زرو د مډال په ترلاسه کولو سره امریکا د وانکوور د لوبو تر ټولو زیات مډالونه چې نهه په کې د سرو زرو دي، ترلاسه کړيدي.

د امریکا د المپیک د کمېټې امر سکاټ بلیکمن وویل دا ټول د ډیرسخت کار نتیجه بللی شو.

بلیک من وايي: دا دا معنی لري چې زمونږ لوبغاړي ښه چمتو وو او دوی ډیرې ښې لوبې وکړې.

مونږ دغه لوبې د ملتونو تر منځ سیالي نه گڼو بلکه د ځانگړو لوبغاړو تر منځ یې سیالي گڼو.

دغه لوبې مونږ ته په تجارتي لحاظ هم گټې ورسولې او زمونږ د سپورټ ډیره ښه نمایندگي یې وکړه.

د امریکا سپورټي ټیمونه د وانکوور په لوبو کې ډیر ښه وځلیدل او د جرمني لوبغاړو هم د امریکا نه وروسته دوهم مقام لاس ته وروړ.

جرمنانو په دې لوبو کې دیرش مډالونه وگټل. کاناډا د مډالونو د شمیر په سبب دریم مقام تر لاسه کړ.

په ځانگړي توگه یوې ناروژنۍ لوبې کونکې مارت ژورژن په لوبو کې پنځه مډالونه چې درې یې د سروزرو دي ترلاسه کړي دي او دا د یوې لوبغاړې لپاره ډیر شمیر مډالونه دي.

ناروی د مډالونو د شمیر په لحاظ څلورم هیواد ؤ چې ٢٣ مډالونه یې گټلي دي.

د وانکوور په لوبو کې ٢٥ هیوادونه حد اقل یو مډال وړی دی.

بریتانیې چې د ٢٠١٢ کال د دوبي د المپیک کوربه هیواد دی یواځې یو مډال یووړ.

روسیې چې د ٢٠١۴ کال د راتلونکو ژمنیو لوبو کوربه هیواد به وي پنځلس مډالونه چې درې یې د سروزرو دي، ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG