د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر پنځو امریکایانو د تورونو لست خپور کړ


پاکستاني پولیسو په هغو پنځو تنو امریکایانو باندې د لګول شوو تورونو لست وړاندې کړیدی چې څه موده وړاندې په هغه هیواد کې د تروریستي کړنو په شک نیول شوي ؤ.

د دغو پنځو تنو مدافع وکیل وویل چې پولیسو نن د سه شنبې په ورځ د سرګودهې، د ښار په محکمې کې یوه قاضي دغه لست وړاندې کړیدی. پدغو کسانو باندې ادعا کیږي چې په پاکستان باندې ېې د حملو کولو پلان ی درلود.

محکمه به د روانې میاشتې په 10 مه نیټه دا پریکړه وکړه چې آیا دغه کسان مجرمان دي او که نه.

دغه پنځه واړه مشکوک کسان چې ټول یې مسلمانان دي او د امریکا د واشنګټن ډي سي د سیمې اوسیدونکي دي، تیر کال د ډسمبر په میاشت کې د پنجاب په ایالت کې ونیول شول.

پولیسو پدغو کسانو باندې تور لګولی چې په پاکستان باندې ئی د حملو کولو پلان درولود او وایي غوښتل یې چې د هغو اسلامي جګړه مارو ډلو سره یو ځای شي چې په افغانستان کې جګړه کوي.

خو دغه کسان وایي چې بېګناه دي او وایي چې په زندان کې د پاکستاني او امریکایي چارواکو لخوا ربړول کیږي. امریکا او پاکستان د هغوي دا ادعا ګانې رد کړیدي.

XS
SM
MD
LG