د لاس رسي وړ اتصالات

وحید عمر: حکومت د رسنیو د کار د محدودولو نیت نلري


د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق وحید عمر وایي چی تراوسه لا په رسنیو باندی د رسنیو له خوا په ژوندی بڼه د مخالفو وسلوالو د بریدونو د خپرولو په برخه کی کوم بندیز ندی لګول شوی بلکه دی وایی چی حکومت په یو داسی کړنلاره باندی کار کوی چی ورسره هم د یوی خوا د بیان ازادی ته زیان ونه رسیږی او د بلی خوا د حکومت مخالف وسلوال په ژوندی بڼه باندی د خپرونو نه ګټه وانخستلی شي.

وحید عمر وویل: "فقط تراوسه هغه څه چی مونږ پیژندلی دی هغه دوه زیانونه دی چی مونږ غواړو د هغی مخه ونیسو یو د خپرونو نه د دښمن د استفادی مسله ده او بله د هغه زیان مسله ده چی پخپله خبریالانو ته متوجه ده".

وحید عمر وویل چی تر اوسه پدی برخه کی هیڅ کوم بندیز ندی لګول شوی. هغه وایی چی حکومت پدی کار کوی چی ددغو دواړو مسلو تر څنګه د حل لاره ولټوی . دمخه په مطبوعاتو کی د افغانستان د ملی امنیت د چارواکو له خولی داسی رپوټونه خپاره شوی وه چی ګوندی خبریالان نور نشی کولای په ژوندی بڼه د حکومت د مخالفو وسلوالو د بریدونو نه رپوټونه خپاره کړی.

د دوشنبی په ورځ د افغانستان د ملی امنیت ریاست چارواکو په کابل کی د یو شمیر خبریالانو سره په یوه غونډه کی پدی مسله خبری کړی وی چی ورسره په رسنیو باندی دله خوا د بندیزونو د لګولو په باب رپوټونه خپاره شول دا رپوټونه د بیان د ازادی د نړیوالو ادارو د سخت عکس العمل سره مخامخ شول.

خو وحید عمر نن په کابل کی یو خبری کنفرانس ته په وینا کی د بیان ازادی د جمهور ریس کرزی د حکومت په سترو لاس ته راوړنو کی حساب کړه وویل چی حکومت به هیڅکله داسی څه ونکړی چی ورسره د بیان ازادی ته زیان ورسیږی .

وحید عمر په دغه خبری کنفرانس کی د جمهور ریس کرزی او د ولسی جرګی د ریس محمد یونس قانونی ترمنځ په ارګ کی د سه شنبی د ورځی د غونډی په هکله هم خبری وکړلی وویل چی پدی غونډه کی د جمهور ریس له خوا پارلمان ته د وزیرانو د نومولو په مسله هم خبری شوی دی هغه وویل چی پدی غونډه کی پریکړه وشوه چی له مخی به یی جمهور ریس ژر د هغو وزارتونو لپاره نومول شوی وزیران ولسی جرګی ته ولیږی چی په اوس وخت کی یی چاری د سرپرستو وزیرانو له خوا اداره کیږی.

همداشان وحید عمر وویل چی د شنبی په ورځ به د بهرنیو چارو وزیر د ملی امنیت په چارو کی د جمهور ریس سلاکار وزیر او دپوهنی وزیر پارلمان ته لاړ شی او د پارلمان غړو ته به په نږدی راتلونکی کی په کابل کی د جوړیدونکی سولی جرګی او د کابل د کنفرانس په باب معلومات ورکړی.

د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق پدغه خبری کنفرانس کی په پاکستان کی د یوی محکمی له خوا کابل ته د ملا عبدالغنی برادر اخوند د نه سپارولو د پریکړی په باب وویل چی افغانستان او پاکستان پدی برخه کی کار کوی او هیله داده چی د پاکستان په زندانونو کی بندی طالبان به پاکستان افغانستان ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG