د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او چین د مناسباتو پر سر نوی خبرې


(عکس: AP) دامریکا دخارجه وزارت مرستیال جیمز سټینبرگ نن د سه شنبی په ورځ پیکنگ ته رسیدلی دی چی له چینایی چارواکیو سره خپلی اړیکی له یوڅه خړپړتیانه وروسته بیرته ترمیم کړی.

په دی نیژدی وخت کی د چین اوامریکا ترمنځ، دامریکا له خوانه په ویتنام باندی دوسلود خرڅولو او دالای لاما سره دامریکا ددجمهوررئیس د ملاقات په سر دیپلوماتیک جراوبحث پیښ شوی و.

له تیرکال راهیسی چی ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکی سړی شویدی، جیمز سټینبرگ اولنی جگپوړه امریکا یی دییلومات دی چی چین ته سفر کوی.

توقع ده چی سټین برگ له چین سره دشمالی کوریا داټومی پروگرام په مسله باندی هم خبری وکړی؛ ځکه چین د شمالی کوریا پوخ انډیوال هیواد دی.

د امریکا د خارجه وزارت نطاق P.J. Crowley خبریالانو ته ددوشنبی په ورځ وویل چی ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکی څه ناڅه خړی پړی دی. خوهغه وویل چی دی فکر کوی دواړه خواوی به ډیر ژر خپلی اړیکی له یوبل سره عادی حالت ته راولی.

د چین دخارجه وزارت نطآق کوینگ گن وویل چی امریکا د چین اوامریکاداوسنیو اړیکو چی دتاوانی کیدلو او بیرته ترمیمولو مسوولیت لری.

چین په دی باندی پر امریکا اعتراض کړی وچی تیره میاشت یی له تایوان سره د وسلو $6.4 بلیونه ډالرو معامله وکړله او دامریکا جمهوررئیس براک اباما د تیبت له روحآنی مشر دالای لاما سره ملاقات وکړ. چین د غه مشر بیلتون غوښتونکی بولی.

د یوه بل خبر له مخې، د استرالیا پولیس او چارواکی به اسراییلو ته سفر وکړی چی ددی خبری تحقیقات وکړی چی د استرالیا پاسپورتونه دهغو مشکوکانو په واسطه څنگه په جعلی ډول جوړ اواستعمال شول چی د فلسطین یو یو جگپوړه سرتیری یی په دوبۍ کی وژلی و.

داسترالیا دخارجه وزارت یوه نطاق د سه شنبی په ورځ ددغه پلان اعلان وکړ. خو هیڅ ډول تفصلات یی په دی برخه کی ندی ورکړی چی چارواکی به دا سفر کله وکړی.

توقع ده چی چارواکی داسترالیا اواسراییلو له هغو اتباعو سره وگوری چی ډبل تابعیت لری او دهغو پاسپورتونه دهغو قاتلانو په واسطه استعمال شوی وو چی د حماس قوماندان محمد محبوب یی د جنوری په میاشت کی وواژه.

ددوبی چارواکی گومان کوی چی داسراییلو دموساد د استخباراتواداره به ددی قتلونو مسووله وی. خو اسراییلو په دی برخه کی داخبرنه تصدیق کړی دی او نه یی رد کړیدی.

هغه ٢٦ مشکوکان چی په دی قضیه کی لتاړ دی هغوی د برتانیی ، ایرلیند، فرانسی، جرمنی او استرالیا پاسپورتونه درلودل. دغو هیوادونو پر اسراییلو باندی اعتراض کړیدی چی ددوی د هیواد جعلی پاسپورتونه یی جوړ کړیدی. خو هغوی اسراییل مستقیمان په دی ندی تور ن کړی چی په دغه قتل کی لاس لری.

XS
SM
MD
LG