د ایران د اتومي چارو لوړرتبه چارواکي علي اکبر صالحي د ملګرو ملتونو د اتومي چارو د ادارې په نوي مشر یوکیا امانو باندې تور لګولی دی چې هغه متعصب دی.
یوکیا امانو ویلي ؤ چې د نړیوالې اتومي انرژۍ اداره دا نشي تایید کولی چې د ایران اتومي پرګرام دې د سوله ایزو مقاصدو لپاره وي.
علي اکبر صالحي نن د سه شنبې په ورځ وویل چې د نړیوالې اتومي انرژۍ مشر ېو طرفه قضاوت کړیدی او زیاته یې کړه ایران د هغه نه هیله لري چې خپل دریځ به بدل کاندي.
امانو پرون د دوشنبې په ورځ په ویانا کې د اتومي چارو بورډ ته پخپلې لومړنۍ وینا کې ويلي ؤ هغه دا نشي تایید کولی چې د ایران ټولي اتومي فعالیتونه دې د سوله ایزو مقاصدو لپاره وي ځکه چه ایران د دغې ادارې سره په تحقیقاتو کې پوره همکاري نه کوي.
له بلې خوا، د ایران د مخالف ګوند ویب پاڼې وایي چې د هیواد نامتو فلم جوړونکی جعفر پناهي په تهران کې پخپل کور کې په یوې چاپې کې نیول شویدی.
رپوټونه وایي چې پناهې، د هغه میرمن او لور یې د پنځلسو نورو میلمنو سره چې د هغه په کور کې موجود ؤ پرون د دوشنبې په ورځ ناوخته نیول شویدي. او تر دې دمه یې د نیول کیدو علت هم ندی معلوم.
پناهي په فلم جوړنه کې زیاتې جایزې ګټلي دي او پخپلو فلمونو کې یې د ایران په ټولنه باندې انتقادونه کړیدي.
د هغه دوه تازه فلمونه د سرکل یا (دایره) او بل یې هم آف سایډ یا (د سحنې نه وتلي) نومیږي. دغه دواړه فلمونه په ایران کې د ښځو د ناوړه وضعې په اړه دي.
په هغه باندې د روان میلادي کال د فبروي په میاشت کې دا بندیز لګیدلی ؤ چې د هیواد نه بهر سفر نشي کولی او پدې سره هغه ته اجازه ورنکړل شوه چې د جرمني د برلین په ښار کې د فلم په یو نندارتون کې برخه واخلي.