د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: خوست کې مشکوک کسان نیول شوي


په خوست كې ميشتناټو ځواكونه وايي چې تيره شپه يي ددغه ولايت په صبريو ولسوالۍ كې له افغان ځواكونوسرهپه ګډو عملياتو كې دسلوالو طالبانو سره دتړاو په تور نهه تنهشكمن كسان نيولي دي .

په خوست كې د ميشتو ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي چېځواكونو يي تيره شپهددغه ولايت دصبريو ولسوالۍ په دوه بيلابيلو سيمو كې له افغان ځواكونو سره په ګډه تصيفويعمليات كړي چېپه ترڅ كې ييدوسلوالو طالبانو سره دتړاو په تور نهه تنه شكمن كسان له وسلو او مهماتو سره يو ځاي نيولي دي .

دسرچينې په حوالهلهنيول شوو كسانو څخه په تر لاسه شوو وسلو او مهماتو كې كلاشينكوف ، راكټ او يوه اندازه نورې وسلې او پوځي مهمات شامل دي .

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهدپدې اړه رسنيو ته ويلي، چې په صبريو ولسوالۍ کېنيول شوي كسان ملكي وګړي دي او په دوى پورې اړه نه لري .

همدا ډول وسلوال طالبان ادعا كوي چې دپكتيكا ولايت ديوسف خيلو او سروضې په ولسواليو كې يي نن دبيلابيلو بريدونو په ترڅ كې دبهرنيو ځواكونو دوه ټانكونه له مينځه وړي او پكې ناست كسان يي ټول وژلي دي .

خو په سيمه كې دناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر بيا ددغو پېښو په اړه ناخبرې ښې او وايي چې پدېاړه ورته تر اوسه كومرپوټ ندې رسيدلې .

همدا ډول وسلوال طالبان ادعا كوي چې تيره شپه يي دخوست ولايت دباك په ولسوالې وسلوالبريد كړيخو وايي چې دمرګ ژوبلې په اړه يي معلومات نه لري .

دباك ولسوال لطف الله بابكرخيلوايي چې په ولسوالۍ بريد ندي شوي يواځي دوه توغندي راغلي چې هغه هم په ولسوالۍ ندي لګيدلي او هيڅ نوع مالي او ځاني زيان نه لري .

له بلې خوا په خوست كې دملي اردود لومړۍلوا درستيزوال جنرال زهيروردګ وايې چېنن سهار يي د پكتيا ولايت په شواك ولسوالۍكېد وسلوالو غلو لهيوېڅلور كسيزې ډلېڅخه يوتن په ټپي او بل په روغ حالت كې نيولې او دوه نور يي په تېښته بريالي شوي خو د دويي له خوايي په سيمه كې دموندلو هڅې پيل شويدي .

جنرال زهيروردګ وايېچې دغو كسانو بهد خوست او ګرديز ترمنځ په غځيدلي لاره شوكه كوله اوله ملكي خلكو څخه به يي پيسې او نورشيان اخيستل.

همدا ډول جنرالوردګ وايي چې دخوست او ګرديز ترمينځپه غځيدلي لويه لاره يي څلور حلقي هغه مايونه كشف او له مينځه وړيدي چې دوسلوالو مخالفينو له خوا دكورنيو او بهرينو سرتيرو دموټرو دالوځولو لپاره دسرك په غاړه ځاي پرځاي شوي وو .

پدې سيمه كې دغه پېښې پداسېرامينځته كيږي چې په خوست او دپكتيا په يو شمير سيمو كېدوسلوالو طالبانو په وړاندې دكمان په نوم تصفيوي عمليات روان دي او په افغانستان كې دناټو ځوكونو مشرانو هم ويلي چېپه هلمند كې دروانو عملياتو وروسته به دطالبانو دملاتړې ډلې جلال الدين حقاني په وړاندي عمليات پيل كړي چې دغه ډله زياتره په خوست پكتيا او پكتيكا ولايتونو كې فعاليت كوي .

د یوه بل خبر له مخې، دامريکا متحده ايالاتو پرمختيايي ادارې دايډيانيو پروګرام پهختيځوولايتونو کېد٢٥٠٠٠٠نيالګيو کېنولو پروګرام ترسره کړ

دامريکا متحده ايا لاتوپرمختيايي ادارې داېډيا نيو پروګرام دختيځو ولايتونو په ٢٦ولسواليو کې پر نږدې ١٥٠٠جريبه ځمکهدڅه باندې ٢٥٠٠٠٠نيالګيو کېنولو پروګرام بشپړکړ.

دغه دفتر وايي چې پهکېنول شويو نيالګيو کې الوچه زردالو شفتالو بادام مڼې انار،سره املوک،ستروس ،اوځنګلي بوټي شامل دي چې دځايي زراعتي کارپوهانو په مرسته کېنول شول ،دغه اداره وايي چې له دغې پروژې څخه شاوخوا ٢٥٠٠کورنۍ برخمنې شوې.

ددغې ادارې دباغدارۍ دڅانګې مشر امان الله اتل په وينا داځل باغ لرونکيو دنيالګيو نيمايي قيمت پرې کړ دى وايي ددوي ادارې باغ لرونکي دې ته وهڅول چې پخپله پر خپلو باغونوسرمايهولګوي ،اتل وايي دباغونو په برخه کې دسيمې خلکو زياتې هڅونې دميو توليد په لوړولو او ځنګلونو بيارغونه کې ګټورکار ګڼل شوى.

دى وايي پر دغې ګټې سربېره انساني چاپېريال ته دورپېښو ستونزو مخه هم نيول شوې ده .امان الله اتل وايي دکرنې ساحوي کارکونکيو دمستحقو کسانو په غوره کولو ،اوله هغوي سره دباغونو پرنخچه کولو نږدې درې مياشتې ولګولې .دىوايي ترهغې چې په راتلونکيو دريوکلونو کېدغه نيالګي پر ميوه راځي نو دبوټوتر منځ به سابه کري چې پر دې کارسره به دباغ پالنې لپاره ترې ګټه واخستل شي دغه اداره وايي ددغو نيالګيو روزنه به داهم وکړيچې له بهره دبې کيفيته نيالګيو په راواردولو مخنيوىبه وشي.

دسيمې يوشمېرباغ لرونکي هم ددغو نيالګيو کينول ګټور بولي او وايي چې دوي داځلدغه نيالګي په مسلکي ډول کېنول ،دوي هيله څرګنده کړه چې په نوې بڼه دنيالګيو دغه کېنول به دسيمې لپاره ګټورتمام شي.

XS
SM
MD
LG