د لاس رسي وړ اتصالات

٢١٠ کاله او د امریکا د کانگرس کتابتون


د امریکا د کانگرس کتابتون د نړی له سترو کتابتونونو شمیرل کیږی. دا ودانی په ١٨٠٠ کال کی کله چی د امریکا پخوانی جمهور رئیس جان ادم ددی هیواد پایتخت له فلا دلفیا څخه واشنگټن ډی سی ته انتقال کړ جوړه شوه. د کانگرس کتابتون په نوی کانگرس کی د پنځه زرو کتابونو په درلودلو سره جوړ شو.

خو بیا د ١٨٨۴ کال د اگست په میاشت کی د وخت ښکیلاکگرو انگلیسی ځواکونو د کانگرس مانی ته اور واچاوه او د کانگرس کتابتون هم د ٣٠٠٠ کتابونو سره یو ځای وسوځیده.

د یوی میاشتی په ترڅ کی د امریکا بل پخواني جمهور رئیس تامس جفرسن خپل شخصي کتابونه چی شمیره یی ٦۴٨٧ ته رسیدله او یو جلد قران کریم هم پکی شامل و، د امریکا کانگرس ته ورکړل تر څو چی نوی کتابتون بیرته له سره جوړ کړی. هغه دا کتابونه په ٥٠ کالونو کی راټول کړی وو چې د امریکا له تاریخ څخه نیولی بیا ساینسي او نور کمیابه کتابونه په کې شامل شامل وو. داسی ویل کیږی چی د تامس جفرسن کتابونه د نړی یو له سوچه او کمیابو کتابونو څخه شمیرل کیدل.

اوس د کانگرس کتابتون د نړی له ټولو لویه کتابخانه گڼل کیږی. پدی کتابخانه کی ١٣٠ ملیونه مختلفی نسخی موجودی دی، او ٢٩ ملیونو څخه ډیر مختلفه کتلاک شوی کتابونه، په ۴٦٠ مختلفو ژبو لیکنې، ٥٨ ملیونه لاسی نسخی، او د نړی تر ټولو لوی او کوچنی کتاب موجود دي. همدارنگه پخوانی موسیقی او د هیوادونو پخوانی نقشی هم د کانگرس په کتابتون کی موجود دی. د کانگرس کتابتون په دریو ودانیو تقسیم شوی چی دریواڼه یو د بل سره نږدی پرتی دی.

ددی کتابتون یوه کوچنی برخه منځنی ختیځ ته اختصاص شوی چی د افغانستان پخوانۍ او اوسنۍ مجلی ورځپاڼی، کتابونه، لاسی نسخی، او په طلاو باندی د لیکل شوي قران کریم نسخی هم ځای پر ځای شوي چی په ١٣ او ١۴ پیړیو پوری اړه لري. دا چی څرنگه دا کتابونه دلته راغلی دی، ددی کتابتون د اسیا ، افریقا او د منځنی ختیځ د برخی رئیسه میری جین دیویریس، داسی وایی:

"د دوسوو کالو را پدی خوا په مختلفه ډولونو سره کتابونه دلته راوړل شوی دی. مونږ په ټوله نړی کی مختلفه نشراتی موسسی او انستیوتونه لرو چی د کتابونو په را ټولو کی زمونږ سره مرسته کوی. د قاهری دفتر کی د عربی هیوادونو کتابونه، نایروبی کی د ٢٧ افریقایی هیوادوو کتابونه، او په اسلام اباد کی هم مرکز لرو چی د افغانستان، پاکستان، او د ایران په برخه کی د کتابونو په راټولو کی مونږ سره مرسته کوی. او د اوپا او نورو هیوادونو سره مو داسی تړون لاس لیک کړی چی کله چی کوم کتاب هلته چاپ شی نو یو چاپ یی حتما د کانگرس کتابتون ته رالیږل کیږی".

پدی ځای کی د افغانستان په هکله ډیر مختلفه لیکنی هم موجودی دی. چی د افغنستان د ډیرپخوا وختونو یادونه پکی نغښتی دی. ما په هغه ځای کی د هیات دیناوی چی د افغانستان او د ایران د برخی مسول دی خبری وکړی هغه راته وویل چی د کانگرس په کتابخانه کی د 6.000 په شا او خواوو کی فارسی او دری نسخی او د ٢٠ زره په شا او خواوو کی پښتو، تاجکی او بلوچی لیکنی موجودی دی. هغه دا هم زیاته کړه چی هغوی پښتو کتابونه د کندهار او د کوټی څخه لاس ته راوړی.

څو کاله مخکی د امریکا د کلیفورنیا د ایالت د فریماند ښار ته تللی وم چی هغه ځای د کوچنی کابل په نامه هم یادیږی، نو هلته ډیر لیکوال او نور افغان لیکوال سره راټول شوی وو او هغوی مونږ ته ډیر نوی کتابونه د تحفی په ډول راکړل.

د کتابونو علاوه پدی ځای کی د افغانستان ډیری پخوانی نقشی هم موجودی دی چی پدی ورستیو کی هغه بهرنیان چی د افغانستان د بیا رغاونی سره مرسته کوی د افغانستان د پخوانیو نقشو څخه د هغه هیواد د بیا رغونی سره مرسته کوی. دی ځای ته د امریکا د بیلابیلو ښارونو څخه هم څیړونکی راځی او د مختلفو موضوعاتو په هکله څیړنی کوی. لورین لینارکس دلته راغلی او د مصر د لرغونی ښار په هکله څیړنه کوی.

زه نن دلته راغلی یومه چی د مصر د لرغونتوب په هکله څیړنه وکړم. زه اوس دلته د مصر د پخوا زمانی یعنی د ١٨٨٨ کال د ورځپانی په هکله معلومات تر لاسه کړم.

د اونی په رسمی ورځو کی ټول کولای شی چی ددی ځای څخه لیدنه وکړی خو په ځانگړی توگه د واشنگټن ډی سی او د مرکز د شا او خواوو زده کونکی دی ځای ته راځی او د سیر علمی په توگه غواړی چی د امریکا د نورو هیوادونو په هکله معلومات تر لاسه کړی.

"زه دلته د ښونځی لخوا راغلی یمه او غواړم چی د کانگرس د کتابتون په هکله نور معلومات هم تر لاسه کړم. په خاصه توگه ددی ودانی د ښکلی او تاریخی ځایونو څخه لیدنه وکړم".

دلته د قرانکریم ډیر لاسی نسخی هم موجودی دی چی په طلاوو لیکل شوي او ډیر لرغونتوب لري.

XS
SM
MD
LG